له طالبانو سره د واشنګټن موافقه دسولې دټینګیدالامل نشی کیدلی
تر دې دمه په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د خبرواترو شپږ پړاؤنه له ناکامۍ سره مخ شوی او تر دې دمه ئې هیڅ بریا نه ده درلودلې . طالبانو ډلې په کرتو ټینګار کړی ، تر څو چې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ بهرنی پوځیان وتلی نه وی ،تر هغه به جنګ ته دوام ورکړی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ د افغانستان دبیا رغاونې په چارو کې د امریکا ځانګړی پلټونکی ادارې سیګار په یوه راپور له طالبانو ډلې سره د واشنګټن د موافقې په باب په دغه هیواد کې دسولې د ټینګیدا په باب اندیښنه ښودل شوی او وئیل شوی دی ، حتی که په افغانستان کې د سولې احتمالی موافقه وشی هم ، نو په دغه هیواد کې به د نشه ایزو موادو د کر اوقاچاق او اداری فساد په څیر مشکلات پخپل ځای باقی پاتې وی .
سیګار موسسې له دې مخکې هم اعلان کړی ؤ چې دافغانستان په ټولنې کې د طالبانوډلې د څه دپاسه شپیتو زرو وګړو یو ځای کیدل یو داسې سخت کار دی ، چې حتی له احتمالی موافقې وروسته هم ممکنه ده په دغه هیواد کې د جنګ د دوام لامل شی .