د طالبانو مرکچي پلاوی د خبرواترو صلاحیت نه لري
د افغانستان د صلحې د عالي شورا مرستیال وویل: د دوحې په مذاکراتو کښې د طالب ډلې د مرکچي پلاوي د صلاحیت نشتوالی په افغانستان کښې د صلحې د بهیر د ورو کیدو سبب شو.
د افغانستان د صلحې د عالي شورا مرستیال وویل: د دوحې په مذاکراتو کښې د طالب ډلې د مرکچي پلاوي د صلاحیت نشتوالی په افغانستان کښې د صلحې د بهیر د ورو کیدو سبب شو.
د شفقنا خبري آژانس د خبر له مخې عطاء الرحمان سلیم پرون په کابل کښې یوې خبري غونډې کښې وویل: په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په توګه د ملا عبدالغني برادر ګمارل کیدو نه یوازې د صلحې د خبرواترو له بهیر سره مرسته نه ده کړې بلکې دې بې صلاحیتۍ، د تیر وخت په پرتله لازیاتې شوې دي.
هغه هم داشان زیاته کړه چې د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د نیغ په نیغه مذاکراتو د پیلولو هلې ځلې لاهم دوام لري.
د دغه رپورټ له مخې ټاکل شوې چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې د امریکې او طالبانو د استازو ترمنیځ د خبرواترو اووم پړاؤ د قطر په دوحه کښې پیل شي.