د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو ګډون اړین دی
د افغانستان د سولې د خبرواترو د اداره کولو روده ددغه هیواد د ډیرو زیاتو سیاستوالانو مخالفت په ځان پسې لری
ایرنا خبری آژانس له کابله راپورورکړی ، دافغانستان په کندوز کې پرون په یوه سیمنار کې افغان میرمنو په خپل هیواد کې د نه ختمیدونکی جنګ او وینې بهیدا باندې په سختونیوکو سره له ښکیلو لورو غوښتی دی،د وسلو په څنګة کولو سره دې خبرې اترې دخپلو ایجنډاؤ په سر کې راولی .
په دغه سیمنار کې د افغانستان دمیرمنو دحقوقو یوې فعالې میرمن سلیمه حیدری وئیلی دی ، دا نشی کیدلی چې حکومت اووربند وکړی او مقابل لوری جنګیږی ، مونږ ټول د سملاسی اوور بند غوښتونکی یوو ، په دې شرط چې اوور بند دوه اړخیزه وی . هغې همداراز دخپل هیواد پر واکوالانو هم غږ وکړ ، دسولې دخبرواترو په بهیر کې دې د میرمنو په رول سترګې نه پټوی .
دکابل واکوالانو تل دسولې په خبرواترو کې د حکومتی لوری په نه شتون خپل خپګان امریکائی لورو ته رسولی دی . طالبانو هم په کرتو وئیلی دی ، بین الافغانی خبرې اترې باید هاله ترسره شی ، چې له افغانستانه دتیریګرو ځواکونو د وتلو مهال ویش نهائی شی .
دافغانستان دسولې دخبرواترو د اداره کولو روده ددغه هیواد د ډیرو زیاتو سیاستوالانو مخالفت په ځان پسې لری