امریکائی عسکر به په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړی .
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82886-امریکائی_عسکر_به_په_افغانستان_کې_خپل_شتون_ته_دوام_ورکړی_.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وایی واشنګټن له طالبانو ډلې سره په موافقې پسې دی او له افغانستانه د امریکائی عسکرو په ویستلو پسې نه دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 19, 2019 13:00 Asia/Kabul
  • امریکائی عسکر به په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړی .

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وایی واشنګټن له طالبانو ډلې سره په موافقې پسې دی او له افغانستانه د امریکائی عسکرو په ویستلو پسې نه دی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ،  د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد  په دې باب  په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د ویندوی سهیل شاهین د څرګندونو په ځواب کې  چې  امریکا له افغانستانه د خپلو عسکرو له ویستلو سره ئې موافقه کړې ده ، ووئیل ،  واشنګټن  له دغې ډلې سره  په موافقې پسې  دی  او له افغانستانه  دامریکائی عسکرو په ویستلو پسې نه دی .

  په قطر کې د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوی سهیل شاهین  پرون پخپل ټولنیز چینل کې  په قطر کې د امریکا له استازو سره  ددغې ډلې دخبرواترو  د پرمختګ په باب لیکلی وو ، ا مریکا منلې ده  چې  له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسی .

 دطالبانو دغه سیاسی مسئول او ویندوی  همداراز لیکلی دی ، امریکا ژمنه ورکړې څو  د افغانستان  په راتلونکی کې به هم هیڅ  ډول دخالت نه کوی .

 دطالبانوډلې او د امریکا ترمینځ د خبرواترو اوه م پړاؤ په داسې حال کې   ټالک شوی ،ډیرې زر په قطر کې پیل شی، چې  ددغو خبرواترو شپږم پړاؤ  تر دې دمه هیڅ مثبته نتیجه نه ده ورکړې .