امریکائی عسکر به په افغانستان کې خپل شتون ته دوام ورکړی .
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وایی واشنګټن له طالبانو ډلې سره په موافقې پسې دی او له افغانستانه د امریکائی عسکرو په ویستلو پسې نه دی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په دې باب په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د ویندوی سهیل شاهین د څرګندونو په ځواب کې چې امریکا له افغانستانه د خپلو عسکرو له ویستلو سره ئې موافقه کړې ده ، ووئیل ، واشنګټن له دغې ډلې سره په موافقې پسې دی او له افغانستانه دامریکائی عسکرو په ویستلو پسې نه دی .
په قطر کې د طالبانو دسیاسی دفتر ویندوی سهیل شاهین پرون پخپل ټولنیز چینل کې په قطر کې د امریکا له استازو سره ددغې ډلې دخبرواترو د پرمختګ په باب لیکلی وو ، ا مریکا منلې ده چې له افغانستانه خپل ټول عسکر وباسی .
دطالبانو دغه سیاسی مسئول او ویندوی همداراز لیکلی دی ، امریکا ژمنه ورکړې څو د افغانستان په راتلونکی کې به هم هیڅ ډول دخالت نه کوی .
دطالبانوډلې او د امریکا ترمینځ د خبرواترو اوه م پړاؤ په داسې حال کې ټالک شوی ،ډیرې زر په قطر کې پیل شی، چې ددغو خبرواترو شپږم پړاؤ تر دې دمه هیڅ مثبته نتیجه نه ده ورکړې .