امریکائی پوځیان دې په زغرده له افغانستانه ووځی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83000-امریکائی_پوځیان_دې_په_زغرده_له_افغانستانه_ووځی
دطالبانو او امریکا ترمینځ د خبرواترو اوه م پړاؤ په داسې حال کې په قطر کې ترسره کیدونکی دی ، چې له دې مخکې ددغو خبرواترو شپږ پړاؤنه ترسره شوی چې تر دې دمه ئې هیڅ مثبته نتیجه نه دی ورکړې .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 25, 2019 09:50 Asia/Kabul
  •   امریکائی پوځیان دې په زغرده له افغانستانه ووځی

دطالبانو او امریکا ترمینځ د خبرواترو اوه م پړاؤ په داسې حال کې په قطر کې ترسره کیدونکی دی ، چې له دې مخکې ددغو خبرواترو شپږ پړاؤنه ترسره شوی چې تر دې دمه ئې هیڅ مثبته نتیجه نه دی ورکړې .

 تسنیم خبری آژانس راپورورکړ په قطر کې د طالبانو ډلې ددفتر ویندوی سهیل شاهین  نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  دطالبانو ډلې او امریکائی استازو دخبرواترو اوه م پړاؤ به  په راتلونکی سه شنبې ورځې  دقطر په دوحې کې پیل شی او طالبان  له افغانستانه  دامریکائی پوځیانو د وتلو د مهال ویش  د ټاکلولپاره  هڅه کوی .

 د طالبانو ډ لې دغه ویندوی  زیاته کړې کله چې  دبهرنیو عسکرو په تیره بیا د امریکائی عسکرو  د وتلو لپاره مهال ویش  اعلان شی، نو  له دې وروسته  به  خبرې اترې پخپله  ورپسې مرحلې ته داخلې شی .

Image Caption

 

  سهیل شاهین وئیلی دی ،  له افغانستانه دبهرنیو عسکرو  د وتلو بهیر  له امریکا سره د دغې ډلې  له خبرواترو سره په یووخت  پرمخ  تللی شی .

 له دې مخکې  په قطر کې د طالبانو ډلې  دسیاسی دفتر ویندوی  له افغانستانه د  خپلو پوځیانو د وتلو په باب  د امریکا د  قانع کیدا خبر ورکړی ؤ .  دطالبانو او امریکا ترمینځ  د خبرواترو اوه م پړاؤ په  داسې حال کې په قطر کې ترسره کیدونکی دی ، چې  له دې مخکې ددغو خبرواترو  شپږ پړاؤنه  ترسره شوی چې تر دې دمه ئې هیڅ مثبته نتیجه  نه دی ورکړې .