تهران دافغانستان د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوی .
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83050-تهران_دافغانستان_د_سولې_له_بهیره_بشپړ_ملاتړ_کوی_.
د افغانستان په سولې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ورانکار رول په باب د امریکا د خارجه وزیرپمپئو څرګندونې له ملنډو ډکې دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 28, 2019 02:14 Asia/Kabul
  • تهران  دافغانستان د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوی .

د افغانستان په سولې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ورانکار رول په باب د امریکا د خارجه وزیرپمپئو څرګندونې له ملنډو ډکې دی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  دافغانستان په کابل کې  داسلامی ایران  سفارت پرون د یوې خبرتیا په خپرولوسره  وئیلی دی ، په افغانستان کې د سولې اوثبات ټینګیدا د ایران د  امنیت او ګټو لپاره ډیر مهم دی او  تهران  دافغانستان د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوی .

په کابل کې دایران دسفارت په خبرتیا کې راغلی دی ،سوله د افغانستان یوه عمومی غوښتنه ده  او  هره هغه لاره چاره چې   د دغه  هیواد دحکومت ، سیاسی ګوندونو ډلو ټپلو او ولس  د خوښې وړ  او مخکینۍ  هیلې د پوره کیدا لپاره  وی ،  دایران داسلامی جمهوریت  له بشپړ ملاتړه به برخمنه وی .

په دغې خبرتیا کې همداراز راغلی دی ، له هماغه پیله تر دې دمه داسلامی ایران سیاست  د افغانستان په داخلی  چاپیریال کې د نورو  هیوادونو پر مداخلت نه کولو ټینګار کړی او  هیله لری ، نور  هیوادونه دې  د افغانستان د مظلوم او وبې څوکه ولس  په کورنیو چارو کې له ګوت وهنو لاس واخلی .

 د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو  کابل ته پخپل سفر کې په بې اساسه تورونو سره مدعی شوی ،  که ایران  دافغانستان دسولې بهیر  خراب کړی ، نو امریکا به  له دغه اقدام سره سخته مقابله وکړی .

امریکا او متحدانو ئې په ۲۰۰۱کال کې  په افغانستان کې  له ترهه ګرۍ سره  دمبارزې او په دغه  هیواد کې دامنیت اوثبات  دټینګولو په پلمه  په دغه هیواد یرغل وکړ، خو له هغه وخت راهسې تر دې دمه  په افغانستان کې  ناکراری ،ترهه ګری او د نشه ایزو موادو  تولید ورځ تر بلې پسې زیات شوی دی .