په غزنی ولایت کې کابو ۵۹وسلوال طالبان وژل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83053-په_غزنی_ولایت_کې_کابو_۵۹وسلوال_طالبان_وژل_شوی_دی
د افغانستان په غزنی ولایت کې د ناټو ځواک په هوائی حملو کې کابو نهه پنځوس وسلوال طالبان وژل شوی او یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی .
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Jun 28, 2019 07:43 Asia/Kabul
  • په غزنی ولایت کې کابو ۵۹وسلوال طالبان وژل شوی دی

د افغانستان په غزنی ولایت کې د ناټو ځواک په هوائی حملو کې کابو نهه پنځوس وسلوال طالبان وژل شوی او یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی .

  ایرنا خبری آژانس راپورورکړی  دافغانستان د  غزنی ولایت  مطبوعاتی دفتر  پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ، د په غزنی ولایت کې د ناټو ځواک په هوائی حملو کې کابو نهه پنځوس  وسلوال طالبان وژل شوی او یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی .

 په دغې  اعلامیې  کې  د حکومتی ځواک  مرګ ژوبلو ته کومه ا شاره نه ده شوې  البته وئیل شوی دی ، چې په وژل شوو طالبانو کې  د زاهد، حماس او خنجری  په نامو سره ددغې ډلې درې پاکستانی قوماندانان چې  سوات اووزیرستان سیمو بلل شوی ،  هم ترسترګو کیږی  

 دغه حملې  دغزنی ولایت په تاسنګ رامک ده یک ، اندړو واغظ او خوګیاڼیو ولسوالیو کې شوی دی ،البته ځینی شاهدان وائی چې په دغو حملو کې  زیاتره عام خلک په نښه شوی دی .

 طالبانو ډلې هم د خبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه څه نه دی وئیلی .