پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر سفر
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پاکستان ته په دوه ورځنی سفر کې چې پرون پای ته رسیدلی ، دپاکستان له لومړی وزیر عمران خان او ددغه هیواد له ولسمشر ډاکټر عارف علوی سره جلاجلا لیده کاته وکړ . په دغو لیدوکاتو کې د افغانستان د سولې پر بهیر،تجارت،اقتصاد،امنیت او ښونې اوروزنې او همداراز د دواړو هیوادونو دسیاسی مناسباتو په باب په تفصیل سره خبرې اترې اوبحثونه وشول .
د افغانستان ولسمشر او دپاکستان لوړپوړو چا رواکو د سیمې او په تیره بیا دافغانستان امنیت اوسولې اوثبات لپاره ډیر مهم وبالۀ .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی پاکستان ته په دوه ورځنی سفر کې چې پرون پای ته رسیدلی ، دپاکستان له لومړی وزیر عمران خان او ددغه هیواد له ولسمشر ډاکټر عارف علوی سره جلاجلا لیده کاته وکړ . په دغو لیدوکاتو کې د افغانستان د سولې پر بهیر،تجارت،اقتصاد،امنیت او ښونې اوروزنې او همداراز د دواړو هیوادونو دسیاسی مناسباتو په باب په تفصیل سره خبرې اترې اوبحثونه وشول .
اشرف غنی په دغو لیدوکاتو کې پر نورو خبرو سربیره ټینګار کړی دی ، چې د دواړو هیوادونو اړیکې او مناسبات باید د متقابل احترام په اساس وی .
پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر دغه سفر چې ددغه هیواد د لومړی وزیر په رسمی بلنې سره ترسره شوی ، ښائی په دوو اړخیزو اړیکو کې دموجوده ا ختلافاتو او د پوله ایزې شخړې په باب غوره نتیجې ولری او دواړه لوری په دې باب جدی فکر وکړی . او خپل مینځۍ شخړې او اختلافات د دوا ړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو او پلاؤ په راشه دیرشه او مشورو سره حل کړی او دریم ګړی ته د ګوت وهنو موقع ورنکړی ،څو له خړو اوبو کبان ونیسی .
دافغانستان د سیاسی چارو یوه کارپوه عرفان ا... عرفان پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر ددغه شوی سفر په باب وئیلی دی ، په همداوروستیو کې د پاکستان د لوړپوړو چارواکو له خوا د افغانستان د سولې دبهیر په باب ځینی خبرې او پر هغو د افغان چارواکو سخت غبرګون ښودلې چې که دواړه لوری پخپلو کې سره اختلافات او شخړې د خبرواترو له لارې حل نه کړی نو ممکنه ده یوه داسې پوله ایزه شخړه رامینځةشی چې هم به د دواړو هیوادونو او هم به د سیمې لپاره خطرناکې پایلې ولری .
هغه وئیلی دی ، پاکستان ته دافغان ولسمشر په دغه شان حالاتو کې سفر دا بریښوی چې موجوده حالاتو کې له سوله ایزو خبرواترو او دوه اړخیزو سلامشورو پرته دغه دواړه هیوادونه یوه شخړه هم پای ته نشی رسولی او که د دواړو لورو مشورې او راشه دیرشه نه وی نو حتما به دریم ګړی له خړو اوبو کبان نیسی او نتیجې او تاوانونه به ئې د دواړو پولو خواؤ ته پراته خلک ورکوی .
دپاکستان خبری سرچینو هم وئیلی دی ، په پاکستان کې د افغانستان ولسمشر ته ډیر غیر معموملی پروټوکول ورکړل شوی دی او سیاسی او پوځی مشرانو ورسره ډیرې جدی خبرې اترې کړی دی . دا جدی خبرې اترې څه کیدلی شی او د سیمې او افغانستان دسولې دبهیر لپاره به څه پایلې ولری راتلونکی شپې ورځې به ئې مشخصې کړی .
خو پاکستان ته د افغان ولسمشر دغه سفر چې د هغه د ولسمشرۍ د پړاؤ په وروستیو شپو ورځو کې ترسره شوی ، ډیری شناندی او کارپوهان په یوه بل نظر ګوری . له دغه سفره یوه ورځ مخکې افغانستان ته د امریکا د خارجه وزیر مایک پمپئو سفر، له طالبانو ډلې سره د امریکائی استازو د خبرو اترو اوه م پړاؤ ترسره کیدا او دغه راز په افغانستان کې دو درو میاشتو کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ترسره کیدا ، دا ټوله داسې موضوعګانې دی چې پاکستان ته دافغانستان د ولسمشر له سفر سره ډیر زیات تړاؤ لری . شناندی وائی اشرف غنی غواړی د افغانستان دولسمشرۍ په انتخاباتو کې بیرته د ولسمشرۍ په ګدۍ کینی ، نو دغه شان هڅه د پاکستان د حکومت له ملاتړ او دامریکائی چارواکو له شنې اشارې پرته هیڅ امکان نه لری ،نو ښائی پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر سفر دافغانستان د خلکو د کړاؤ پر ختمیدو ، دسرحدی مشکلاتو پرحل کیدا او دغه راز په پاکستان کې د افغان کډوالو دشتون له امله راپورته شوو ستونزوپر حل کیدا سربیره له دغه سفره زیاتره د افغانستان د اوسنی ولسمشر اشرف غنی د سیاسی ګټو د ترلاسه کولو ګونګوسې هم ډیرې زیاتې دی او دپاکستان حکومت او پوځ هم غواړی په افغانستان کې په راتلونکی کې داسې یو حکومت وی ، چې ددغه هیواد ګټې او مشورې هم پکې شاملې وی .