د طالبانو اوامریکایانود اوه م پړاؤخبرې ډیرې مهمې اوحیاتی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83102-د_طالبانو_اوامریکایانود_اوه_م_پړاؤخبرې_ډیرې_مهمې_اوحیاتی_دی
دطالبانو اوامریکائی استازو ترمینځ له دې مخکې دخبرواترو شپږ پړاؤنه ترسره شوی دی خو څه خاص مثبتې نتیجې ئې نه دی درلودلی .طالبانو له امریکا سره هرډول موافقه له افغانستانه د امریکائی عسکرو د وتلو دمهال ویش له ټاکلو سره مشروطې کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 30, 2019 10:23 Asia/Kabul
  • د طالبانو اوامریکایانود اوه م پړاؤخبرې ډیرې مهمې اوحیاتی دی

دطالبانو اوامریکائی استازو ترمینځ له دې مخکې دخبرواترو شپږ پړاؤنه ترسره شوی دی خو څه خاص مثبتې نتیجې ئې نه دی درلودلی .طالبانو له امریکا سره هرډول موافقه له افغانستانه د امریکائی عسکرو د وتلو دمهال ویش له ټاکلو سره مشروطې کړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ د طالبانو د دقطر د سیاسی دفتر ویندوی  سهیل شاهین  نن له ایسو شی ایټیډ پریس آژانس سره په خبرو کې  وئیلی دی،د قطر په دوحې کې  پخبلو خبرواترو  اوه م پړاؤ کې  د طالبانو اوامریکا استازی داسې موافقو ته  د رسیدو لپاره  له هڅې سره په یووخت  په ملموسو نتیجو پسې دی،چې له افغانستانه به  د امریکا او ناټو پوځیانو وتل په ځان پسې ولری .

 د طالبانو دغه ویندوی پرون هم  په قطر کې دامریکا او طالبانو ډلې د استازو ترمینځ دخبرواترو له پیلیدولږمخکې ووئیل،له افغانستانه دبهرنیو عسکرو شاتګ او د نورو هیوادونو په ضد  د نورو هیوادونو په ضد ددغه  هیواد له  خاورې استفاده نه کول یوشمیر ملموسی پرمختګونه دی .

د طالبانو او امریکایانوترمینځ  دقطر په دوحې کې د خبرواترو اترو اوه م پړاؤ پرون ناوخته پیل شوی او اټکل کیږی،چې  د روانې اونۍ تر وروستیو پورې به دوام وکړی .