ملګری ملتونه دافغانستان د سولې اوانتخاباتی بهیر بشپړ ملاتړکوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83108-ملګری_ملتونه_دافغانستان_د_سولې_اوانتخاباتی_بهیر_بشپړ_ملاتړکوی
تدامیچی یاماموتو وئیلی دی ، ددغو دواړو پروسو ترمینځ مهم او واضح ارتباط موجود دی ځکه د واړه پروسې به په اساسی توګه دا فغانستان په راتلونکی اغیزې وشیندی ، ملګری ملتونه به ددغو دواړو برخو دبشپړ ولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې وکاروی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 30, 2019 11:45 Asia/Kabul
  • ملګری ملتونه دافغانستان د سولې اوانتخاباتی بهیر بشپړ ملاتړکوی

تدامیچی یاماموتو وئیلی دی ، ددغو دواړو پروسو ترمینځ مهم او واضح ارتباط موجود دی ځکه د واړه پروسې به په اساسی توګه دا فغانستان په راتلونکی اغیزې وشیندی ، ملګری ملتونه به ددغو دواړو برخو دبشپړ ولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې وکاروی .

زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو(یوناما)ځانګړی استازی  تدامیچی یاماموتو نن په کابل کې د افغانستان د سولې د پروسې او د انتخاباتو دڅرنګوالی په باب دیوې اعلامیې په خپرولو سره  له دغو دواړو بهیرونو د ملګروملتو  د هراړخیز ملاتړ خبره کړې ده .

په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی،د افغانستان د ولسمشرۍ  دراتلونکو انتخاباتو او دافغانستان د سولې  لومړنی چوکاټ د رامینځةکولو لپاره  دکار  په برخې کې هلوځلو ته په پام سره ، غواړم ټینګار وکړم چې دغه دواړه پروسې د ملګروملتو لپاره ډیرې مهمې دی .

 یاماموتو وئیلی دی ، باید په نظر کې ونیول شی دغه دواړه پروسې پر یوې بلې اغیزې ونه شیندی او یا د یوې یا بلې د ځنډیدو لامل نشی،باید دواړه پروسې د خپلو ژمنو اوکارنده کارمندانو په مټو سره پر مخ بیولل شی .

تدامیچی یاماموتو وئیلی دی،ددغو دواړو پروسو ترمینځ  مهم او واضح ارتباط موجود دی ځکه د واړه پروسې به په اساسی توګه دا فغانستان په راتلونکی اغیزې وشیندی،ملګری ملتونه به  ددغو دواړو برخو دبشپړ ولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې وکاروی .