ملګری ملتونه دافغانستان د سولې اوانتخاباتی بهیر بشپړ ملاتړکوی
تدامیچی یاماموتو وئیلی دی ، ددغو دواړو پروسو ترمینځ مهم او واضح ارتباط موجود دی ځکه د واړه پروسې به په اساسی توګه دا فغانستان په راتلونکی اغیزې وشیندی ، ملګری ملتونه به ددغو دواړو برخو دبشپړ ولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې وکاروی .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو(یوناما)ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو نن په کابل کې د افغانستان د سولې د پروسې او د انتخاباتو دڅرنګوالی په باب دیوې اعلامیې په خپرولو سره له دغو دواړو بهیرونو د ملګروملتو د هراړخیز ملاتړ خبره کړې ده .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی،د افغانستان د ولسمشرۍ دراتلونکو انتخاباتو او دافغانستان د سولې لومړنی چوکاټ د رامینځةکولو لپاره دکار په برخې کې هلوځلو ته په پام سره ، غواړم ټینګار وکړم چې دغه دواړه پروسې د ملګروملتو لپاره ډیرې مهمې دی .
یاماموتو وئیلی دی ، باید په نظر کې ونیول شی دغه دواړه پروسې پر یوې بلې اغیزې ونه شیندی او یا د یوې یا بلې د ځنډیدو لامل نشی،باید دواړه پروسې د خپلو ژمنو اوکارنده کارمندانو په مټو سره پر مخ بیولل شی .
تدامیچی یاماموتو وئیلی دی،ددغو دواړو پروسو ترمینځ مهم او واضح ارتباط موجود دی ځکه د واړه پروسې به په اساسی توګه دا فغانستان په راتلونکی اغیزې وشیندی،ملګری ملتونه به ددغو دواړو برخو دبشپړ ولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې وکاروی .