د قطر په غونډه کښې د امریکې او طالبانو ژمنې دروغ دي
د افغانستان د ولسمشر وړومبي مرستیال په خپل هیواد کښې د صلحې د ټینګښت لپاره د قطر په دوحه کښې د امریکې او طالب ډلې د استازو ژمنې دروغ وبللې.
تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې جنرال عبدالرشید دوستم د افغانستان د ملي وحدت د اجرايي مشر عبدا... عبدا... سره په کتنه کښې د قطر په دوحه کښې له طالب ډلې سره د امریکې د مذاکراتو ترسره کیدو ته په اشارې سره وویل: په افغانستا نکښې د صلحې د ټینګښت په هکله په دغو غونډو کښې شوې ژمنې حقیقت نه لري.
د افغان ولسمشر مرستیال زیاته کړه: د افغانستان خلک په خپل هیواد کښې د طالب ډلې د حکومت مخالف دي او امریکا، روسیه، پاکستان او عربستان دې هم پوه شي چې دغه ډله به په افغانستان کښې له ماتې سره مخامخ شي.
دوستم هم داشان ټینګار وکړ چې که ده ته اجازه ورکړی شي نو له طالبانو به غچ واخلي.