طالبانو منلې ده چې ممکنه ده د سولې هوکړه وشی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83193-طالبانو_منلې_ده_چې_ممکنه_ده_د_سولې_هوکړه_وشی
د امریکا او طالبانو ترمینځ د اوه م پړاؤ خبرې اترې په داسې حال کې په قطر کې روانې دی ، چې له دې مخکې ددغو خبرواترو په شپږو پړاؤنو کې هیڅ داسې مثبته نتیجه نه ده لیدل شوی او دواړه لوری پخپلو دریځونو ټینګار کوی البته طالبانو ډلې یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو عسکرو په تیره بیا د امریکائی عسکرو پر وتلو ټینګار کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 05, 2019 00:35 Asia/Kabul
  • طالبانو منلې ده چې  ممکنه ده  د سولې هوکړه وشی

د امریکا او طالبانو ترمینځ د اوه م پړاؤ خبرې اترې په داسې حال کې په قطر کې روانې دی ، چې له دې مخکې ددغو خبرواترو په شپږو پړاؤنو کې هیڅ داسې مثبته نتیجه نه ده لیدل شوی او دواړه لوری پخپلو دریځونو ټینګار کوی البته طالبانو ډلې یو ځل بیا له افغانستانه د بهرنیو عسکرو په تیره بیا د امریکائی عسکرو پر وتلو ټینګار کړی دی .

زمونږخبریال د  افغان خبری سرچینو له قوله راپور راکړپه قطر کې د طالبانو ډلې د سیاسی  دفتر  ویندوی سهیل  شاهین پرون په یولړ څرګندونو کې   له امریکائی استازو سره  په روانو خبرواترو کې  د پرمختګ خبر ورړی او وئیلی ئې دی  په څلورو کې  درې برخې  پرمختګ شوی او ممکنه ده بشپړ سولې  او  روغې جوړې  ته ورسیږو.

Image Caption

راپورښئ ډیری  خبری سرچینې   وائی ، د امریکا او طالبانو خبرې حساس پړاو ته رسیدلی دی ،په همدې خاطر د امریکا د بهرنیو چارو وزیرمایک پمپئو هم په همداوروستیو کې وئیلی ، د افغانستان د  سولې وخت رارسیدلی  اوباید لازیات دقت وشی .

د آزادۍ ریډیو خبری سایټ هم  لیکلی دی د طالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین    ویلی دی له امریکائی استازو سره پرونۍ غونډه  ځکه مهمه او هیله منوونکې ده چې تر یوه حده پکې پرمختګ شوی او ممکنه ده د سولې هوکړه وشی.

 داپه داسې حال کې دی ،  چې د قطر په خبرو کې  د امریکا مشر مرکچی زلمی خلیل‌زاد ددغه پرمختګ په باب تر دې دمه  څه نه دی و ئیلی .