د قطرپه ناستې کې پراوربند او بین الافغانی خبرومهمې څیړنې کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83257-د_قطرپه_ناستې_کې_پراوربند_او_بین_الافغانی_خبرومهمې_څیړنې_کیږی
ممکنه ده دافغانستان د سولې په باب ورپسې بین الافغانی خبرې اترې په نږدې راتلونکی کې په یوه اروپایی هېواد ناروې کې ترسره شی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 08, 2019 08:21 Asia/Kabul
  •   د قطرپه ناستې کې پراوربند او بین الافغانی خبرومهمې څیړنې کیږی

ممکنه ده دافغانستان د سولې په باب ورپسې بین الافغانی خبرې اترې په نږدې راتلونکی کې په یوه اروپایی هېواد ناروې کې ترسره شی.

زمونږخبریال  د افغان خبری سرچینو له قوله راپورراکړ  د قطر او جرمنی حکومتونو په ملګرتیا او مرستې سره  دبین الافغانی  غونډه پرون  د ٦٠ کسانو په ګډون سره  په دوحې کې پیل شوې  او نن هم دوام لری  او وئیل کیږی په دغې ناستې کې له اروپائی هیوادونو  هم افغان سیاستوالان  اوشخصیتونه پکې شتون لری همداراز په دې ناسته کې د طالبانو د ١٧ کسیز پلاوی تر څنګ له کابل   هم  افغان سیاستوال، مدنی ټولنې او د ښځو استازی ګډون لری .

ویل کیږی  په دغې ناستې کې نن په دوهمه ورځ به  د اوور بند او بین الافغانی  خبرو  موضوع مهمه وی  او په دې باب یوه کمیټه هم جوړه شوې ده چې پکې د کابل له پلاوی ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال، نادر نادری، حبیبه سرابی او لطف ا...  نجفی زاده او د طالبانو له لوری  هم  ملا امیر خان متقی، مولوی حنفی او شهاب الدین دلاور شامل دی.  دوی به  ددغې موضوع په باب  مهم وړاندیزونه  نننۍ غونډې ته وړاندې کوی .

 داهم وئیل شوی چې پرون هم پر اوربند بحث شوى ، خو د طالبانو له خوا یې کلک  مخالفت شوى، البته طالبانو بین الافغانی مذاکراتو په اړه نرم دریځ درلود .

یوې بلې سرچینې   هم وئیلی دی  ممکنه ده  ورپسې  بین الافغانی خبرې اترې په نږدې راتلونکی کې په اروپایی هېواد ناروې کې پیل شی.