په کونړ ولایت کې شپږ داعشی ترهه ګرهلاک شوی دی
په همدا روستیو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د حکومتی ځواکونو او مخالفو وسلوالو ترمینځ اخ وډب په اوڅاره توګه زیات شوی دی .
زمونږخبریال له ننګرهاره راپورراکړ د افغانستان دکونړ دوالې ویاند عبدالغنې مصمم نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دملې امنیت ادارې ځانګړی ځواک بیګا ددغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه کل درې په برچمبیل سیمه کې دداعشی ترهه ګرو پر مرکزونو عملیات کړی چې پکې دده پر وینا شپږ داعشی تکفیری ترهه ګرهلاک شوی او دهغوې دوه فعال مرکزونه ویجاړ شوې،او زیاته اندازه وسلې او مهمات هم پکې له مینځه وړل شوی دی .
هغه وئیلی دی ،امنیتې ځواک همداراز یو تن له داعشی ترهه ګرو سره سره د همکارۍ په تورنیولی او له ځان سره یې بیولی دی . دکونړ دوالې ویاند وویل په عملیاتو کې عامو خلکو او امنیتې ځواک ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلی .
داپه داسې حال کې دی چې په همداروستیو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د حکومتی ځواکونو او مخالفو وسلوالو ترمینځ اخ وډب په اوڅاره توګه زیات شوی دی .