په کونړ ولایت کې شپږ داعشی ترهه ګرهلاک شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83258-په_کونړ_ولایت_کې_شپږ_داعشی_ترهه_ګرهلاک_شوی_دی
په همدا روستیو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د حکومتی ځواکونو او مخالفو وسلوالو ترمینځ اخ وډب په اوڅاره توګه زیات شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 08, 2019 08:30 Asia/Kabul
  • په کونړ ولایت کې شپږ داعشی ترهه ګرهلاک شوی دی

په همدا روستیو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د حکومتی ځواکونو او مخالفو وسلوالو ترمینځ اخ وډب په اوڅاره توګه زیات شوی دی .

زمونږخبریال له  ننګرهاره راپورراکړ د افغانستان  دکونړ دوالې ویاند عبدالغنې مصمم  نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  دملې امنیت ادارې ځانګړی  ځواک بیګا ددغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه کل درې په برچمبیل سیمه کې دداعشی ترهه ګرو  پر مرکزونو عملیات  کړی چې پکې دده پر وینا شپږ داعشی تکفیری ترهه ګرهلاک شوی او دهغوې دوه فعال مرکزونه ویجاړ شوې،او  زیاته اندازه وسلې او مهمات هم پکې له مینځه وړل شوی  دی .

هغه وئیلی دی ،امنیتې ځواک همداراز یو تن له داعشی ترهه ګرو سره  سره د همکارۍ په تورنیولی او له ځان سره یې بیولی دی . دکونړ دوالې ویاند وویل په عملیاتو کې عامو خلکو او امنیتې ځواک ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلی .

 داپه داسې حال کې دی چې  په همداروستیو کې  د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د  حکومتی ځواکونو او مخالفو وسلوالو ترمینځ  اخ وډب  په اوڅاره توګه زیات شوی دی .