د قطر غونډه به د بین الافغانی خبرو زمینه برابره کړی
عبدالله دقطر په خبرواترو کې د افغانستان د سیاسی شخصیتونو دپلاوی جوړښت ته په اشارې سره وئیلی دی ،که څه هم ددغه پلاوی د جوړښت په باب یو لړ نیوکې مطرح شوی دی ، خو په دغه شان غونډو کې جوړښت د ټولو لپاره دمنلو وړ نشی کیدلی .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان د ملی و حدت حکومت د اجرائی شورا مشر عبدا...عبدا.... پرون د کابل حکومت دکابینې په غونډې کې وئیلی ، تمه کیږی ، د قطر غونډه دطالبانو ډلې او دافغانستان د حکومت دمستقیمو خبرواترو زمینه جوړونکی شی او نتیجه ئې په دغه جنګ ځپلی هیماد کې د سولې او ثبات ټینګیدل شی .
هغه دقطر په خبرواترو کې د افغانستان د سیاسی شخصیتونو دپلاوی جوړښت ته په اشارې سره وئیلی دی ،که څه هم ددغه پلاوی د جوړښت په باب یو لړ نیوکې مطرح شوی دی ، خو په دغه شان غونډو کې جوړښت د ټولو لپاره دمنلو وړ نشی کیدلی .
ډاکټر عبدا.... دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې په غزنی ولایت کې دوروستیو ترهه ګرو حملو په محکوم کولو سره وئیلی دی ، که ددغو حملو دلیل په خبرواترو کې دبې ګناه خلکو د وژلو له لارې دکلنګ اخستل وی ، نو دا ډیر تیروتی تفکر دی .
داپه داسې حال کې دی چې د دقطر په دوحې کې پرون له طالبانو سره د افغانستان دسیاسی شخصیتونو د خبرواترو دوهم ورځ وه او ټاکل شوې ده چې دیوې پایزې اعلامیې په خپرولو سره دغه غونډه پای ته ورسیږی . دافغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرواترو پیلول او د اوور بند ټینګیدا د دوحې د دوهمې ورځې د خبرواترو تر ټولو مهم چورلیزونه وو .