د قطر غونډه به د بین الافغانی خبرو زمینه برابره کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83273-د_قطر_غونډه_به_د_بین_الافغانی_خبرو_زمینه_برابره_کړی
عبدالله دقطر په خبرواترو کې د افغانستان د سیاسی شخصیتونو دپلاوی جوړښت ته په اشارې سره وئیلی دی ،که څه هم ددغه پلاوی د جوړښت په باب یو لړ نیوکې مطرح شوی دی ، خو په دغه شان غونډو کې جوړښت د ټولو لپاره دمنلو وړ نشی کیدلی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 09, 2019 00:37 Asia/Kabul
  • د قطر غونډه به د بین الافغانی خبرو زمینه برابره کړی

عبدالله دقطر په خبرواترو کې د افغانستان د سیاسی شخصیتونو دپلاوی جوړښت ته په اشارې سره وئیلی دی ،که څه هم ددغه پلاوی د جوړښت په باب یو لړ نیوکې مطرح شوی دی ، خو په دغه شان غونډو کې جوړښت د ټولو لپاره دمنلو وړ نشی کیدلی .

زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان د ملی و حدت حکومت د اجرائی شورا  مشر عبدا...عبدا....  پرون  د کابل حکومت دکابینې په غونډې کې  وئیلی ، تمه کیږی ، د قطر غونډه  دطالبانو ډلې او دافغانستان د حکومت  دمستقیمو  خبرواترو زمینه جوړونکی شی او  نتیجه ئې  په دغه جنګ ځپلی هیماد کې د سولې او ثبات ټینګیدل شی .

 هغه  دقطر په خبرواترو کې د افغانستان د سیاسی شخصیتونو  دپلاوی جوړښت ته په اشارې سره  وئیلی دی ،که  څه هم  ددغه پلاوی د جوړښت په باب یو لړ نیوکې مطرح شوی دی ، خو  په دغه شان غونډو کې  جوړښت د ټولو لپاره  دمنلو وړ نشی کیدلی .

 ډاکټر عبدا....  دخپلو څرګندونو په یوې بلې برخې کې  په غزنی ولایت کې   دوروستیو ترهه ګرو  حملو په محکوم کولو سره  وئیلی  دی ،  که ددغو حملو  دلیل  په خبرواترو کې  دبې ګناه خلکو د وژلو له  لارې  دکلنګ اخستل وی ، نو  دا ډیر تیروتی تفکر دی .

  داپه داسې حال کې دی چې  د دقطر په دوحې کې  پرون له طالبانو سره د افغانستان دسیاسی شخصیتونو د  خبرواترو دوهم ورځ وه  او ټاکل شوې ده چې  دیوې پایزې اعلامیې په خپرولو سره دغه غونډه  پای ته ورسیږی . دافغانستان  له حکومت سره د طالبانو د خبرواترو پیلول  او  د اوور بند ټینګیدا  د دوحې د دوهمې ورځې د  خبرواترو  تر ټولو مهم چورلیزونه وو .