د افغانستان په لوګر کې هم ۴۸وسلوال طالبان وژل شوی دی
دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې په همداوروستیو کې دحکومتی ځواکونو او وسلوالو مخالفانو ترمینځ په داسې حال کې ترینګلتیاوې او اخ وډب زیات شوی ، چې د افغانستان دسولې په باب په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمینځ دخبرواترو اووم پړاؤ او دغه راز له طالبانو سره د افغان سیاسی شخصیتونو خبرې هم روانې دی.
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د افغانستان د لوګر ولایت یوه حکومتی چارواکی چې غوښتل نامه ئې وانخستل شی ،پرون ناوخته وئیلی دی ددغه هیواد په ختیځ کې په لوګر ولایت کې دافغانستان دملی ا ردو او امنیتی ځواک په ګډو عملیاتو کې چې د طالبانو په خلاف ئې کړی ، ۴۸وسلوال طالبان وژل شوی او دغه راز یو شمیر نور هم ټپیان شوی دی .
البته ځینی عینی شاهدان دا هم و ائی چې په وژل شوو کې زیاتره عام خلک هم ترسترګو کیږی .
په عین حال کې د لوګر ولایت د ځای پولیسو ویندوی وئیلی دی ، دغه عملیات چې د ملی اردو او دپولیسو دامنیتی مامورانو له خوا شوی په تیرو ۲۴ساعتونو کې ئې دغه مرګ ژوبلې اړولی دی .
دغې سرچینې په دغو عملیاتو کې دافغان ځواک داحتمالی مرګ ژوبلو په باب څه نه دی وئیلی .
بل خبر دا چې د ننګرهار ولایت ونیدوی هم په جلال آباد ښار کې پرن دیوې چاودنې له امله د یوشمیر عامو کسانو د مرګ ژوبلو خبر ورکړی او وئیلی دی ، په دې اړه څیړنې پیل شوی او له څیړنو وروسته به ئې بشپړ جزئیات رسندویو ته ورکړی .