په قطر کې دبین الافغانی خبرواترو په اعلامیې غبرګون
د افغانستان دسنا مشر وئیلی دی،دافغان ولس جهاد، له افغانستانه د شوروی له وتلو وروسته پای ته ورسید او له دې وروسوته په تیرو اتلسو کلونو کې د طالبانو حملې جهاد نه دی .
د افغانستان د مشرانو جرګې په قطر کې د بین الافغانی خبرواترو په اعلامیې سخت غبرګون ښودلی دی .
د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلم یار د مشرانو جرګې په غونډې کې،په دغه هیواد کې د طالبانو جنګ غوښتنې د جهاد بللو او د یوه اسلامی نظام درامینځةکولوپشمول ددوحې د ناستې د اعلامیې ځینی مادې، د افغانستان له اساسی قانون سره په توپیر کې بللی او وئیلی ئې دی ، دا د افغان ولس لپاره هیڅکله هم دمنلو وړ نه دی .
د افغانستان دسنا مشر وئیلی دی ،دافغان ولس جهاد، له افغانستانه د شوروی له وتلو وروسته پای ته ورسید او له دې وروسوته په تیرو اتلسو کلونو کې د طالبانو حملې جهاد نه دی.
د افغانستان دسیاسی اومذهبی ګوندونو او دطالبانو د استازوغونډه په تیرې یکشنبېاو دوشنبې ورځوکې د قطر په دوحې کې دافغانستان دحکومت له خوا د استازی له شتون پرته شوې ده.
د قطر په دوحې کې د بین الافغانی غونډې په اعلامیې د افغانستان د مشرانو جرګېد مشردریځ اوغبرګون،ددغې غونډې په هغې محتوا او دریځ یوطبیعی غبرګون دی،چې ددغه هیواد دملی ګټو اومصحلتونوپه خلاف دی.
په قطر کې دبین الافغانی غونډې په اعلامېې کې په افغانستان کې د طالبانو دجنګ جهاد بلل،ښئ چې په دغې غونډې کې ګډون کونکی،ملی پخلاینې ته مخه کولو ته د طالبانو د هڅولو په خاطر،حاضر دی،ددغې ډلې له ادعا او دریځونو سره ملګرتیاوکړی .
په داسې حال کې چې دقطر په غونډې کې ګډون کونکو په افغانستان کې د طالبانو جنګ او وینې بهول،جهاد بللی،چې په جنګ ځپلی افغانستان کې د دغې ډلې له مرګونو اقداماتو څخه یو غیرواقعی روایت،هیڅکله هم د افغانستان د ولس لپاره د منلو وړ نه دی .
طالبانوډلې په دغو کلونو کې هڅه کړې ده څو د افغانستان د جنګ په دوام کې خپل کړچار،له بهرنیو ځواکونو سره په مقابلې کې جهاد ونوموی چې دغه شان ادعا ددغه هیواد دینی عالمانو رد کړې ده .
د افغانستان مذهبی شخصیتونو د عالمانو شورا په کرتو په دغه هیواد کې جنګ حرام اعلان کړی دی چې دغه دریځ نیونه ښئ،د جهاد په نامې چې په دینی اصولو کې خپل خاص تعریف لری،دخپلو تاؤټریخوالو د توجیه لپاره د طالبانو هڅه، ، ددینی چارو د خبرګانو یا شخصیتونو له خوا د منلو وړ نه ده .
طالبان په داسې شرائطو کې په افغانستان کې جنګ او په دغه هیواد کې له بهرنیو پوځیانو سره مقابله جهاد ګڼی ، چې دغې ډلې په جنګی منظومې کې د عامو خلکو او د پوځ او پولیسو پشمول د افغانسان امنیتی ځواک وژلې هم ترسره کیږی .
دافغانستان د ولس او امنیتی ځواک په وړاندې د طالبانو مرګونی اقدامات په داسې حال کې دی ، چې هیڅکله هم په دغه هیواد کې له بیلابیلو ولسی ډلو ټپلو سره ددغې ډلې دانسانی ضد اوځیږې مخامخیدنې د ډول توان،د هغه څه په اساس چې ، په دینی تعلیماتو کې راغلی دی ، جهاد نشی نومول کیدلی .
په دینی مفهومنو کې له کفارو سره له جهاد سرهد اړونده اړخونو او تعریفونو روڼتیا ته په پام سره ، له نیواکګرو سره دمبارزې په نامه ، دافغانستان د وسلوالو ځواکونو په ضد ځان مرګی حملې ترسره کول او د عامو خلکو وژلې، نه یوازې جهاد نه دی ، بلکې دمسلمانو خلکو په ضد جنګ دی .
په د ینی تعلیماتو کې جهاد، له جنګ غواړو کفارو سره مبارزه تعریف شوې ده ، چې طالبان په دغه شان ادعا سره په افغانستان کې د جنګ او وینو بهولو په دوام سره ، ددغه هیواد عام خلک له مرګ سره لاس اوګریوان کوی .
دغه اندیښنه موجوده ده چې په بین الافغانی غونډې کې دګډون کونکو له خوا د طالبانو د جنګ جهاد بلل،ددغې ډلې تاؤتریخوالو ته په رووالی ورکولو سره ، له طالبانو سره په احتمالی خبرواترو کې دغې ډلې ته په امتیاز ورکولو کې دکابل حکومت دپابند کولو لپاره زمینه برابره کړی .