افغانستان کښې لسګونه طالب وسله وال ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83322-افغانستان_کښې_لسګونه_طالب_وسله_وال_ووژل_شول
د افغانستان دفاع وزارت د ملي اردو په عملیاتو کښې د طالب ډلې د ۸۱ غړو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2019 03:00 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې لسګونه طالب وسله وال ووژل شول

د افغانستان دفاع وزارت د ملي اردو په عملیاتو کښې د طالب ډلې د ۸۱ غړو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د هیواد له ۳۴ نه په ۱۴ ولایتونو کښې د طالب ډلې د مرکزونو او سنګرونو خلاف د ملي اردو عملیات ترسره شول چې له امله یې ۸۱ طالبان مړه او ۴۵ نور زخمي شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر له طالب ډلې سره په نښته کښې د ملي اردو او امنیتي ځواکونو احتمالي مرګ ژوبلې ته هیڅ اشاره نه ده کړې.

دا په داسې حال کښې دي چې طالب ډلې په دې وروستیو کښې په قطر کښې له امریکې سره د خپلې صلحې د مذاکراتو اووم پړاؤ او هم داشان له افغان ګوندونو او ډلو سره یې د خپلو خبرواترو دریم پړاؤ پاې ته ورسوه چې تراوسه یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړې.