د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په توپ اچوونکي یوکلن بندیز ولګېد
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83341-د_افغانستان_کرېکټ_ملي_لوبډلې_په_توپ_اچوونکي_یوکلن_بندیز_ولګېد
بورډ وایي، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پر توپ اچوونکي افتاب عالم د ډیسپلین د نه خيال ساتلو له امله په کورنیو او نړیوالو لوبو کښې د لوبیدو يو کلن بندیز لګیدلی دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2019 12:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په توپ اچوونکي یوکلن بندیز ولګېد

بورډ وایي، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پر توپ اچوونکي افتاب عالم د ډیسپلین د نه خيال ساتلو له امله په کورنیو او نړیوالو لوبو کښې د لوبیدو يو کلن بندیز لګیدلی دے.

د کرېکټ بورډ کمیټې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کښې ویل شوي،”

چې افتاب عالم په نړيوال جام کښې له ډسپلين څخه سرغړونه کړې وه،

چې له امله يې د کرکټ نړيوالې شورا افتاب عالم له نړيوال جام څخه منع او بېرته هېوا ولېږه”.

کرېکټ بورډ د نظم او ډسپلین کمیټه زیاتوي چې د نړيوالې شورا له څېړنو وروسته افتاب عالم مجرم ثابت شوے او د هغوى د شواهدو په رڼا کې د افغانستان د نظم او ډسپلين کمېټې هم په افتاب عالم يو کال بندېز ولګاوه.د خبر پاڼې له قوله

تر راتلونکي يو کال پورې افتاب عالم په هېڅ نړيوالو او کورنيو سياليو

کې برخه نه شي اخيستى او همدا راز د يو کال لپاره ورسره د کرکټ بورډ قرارداد هم لغوه شوے دے.