افغانستان کښې د طالبانو او داعش ترهګرې ډلې دوه مشران ونیوی شول
Jul 15, 2019 02:58 Asia/Kabul
د افغانستان امنیتي ځواکونو په دغه هیواد کښې د طالب ډلې او همداشان د داعش ترهګرې ډلې د دوو مشرانو د نیول کیدو خبر ورکړی دی.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو پرون د دغه هیواد په شمال کښې د تخار ولایت په نمک آب ولسوالۍ کښې د طالب ډلې یو مشر قاري ثنا ءا... په زنانه جامه کښې ونیوه.
په عین حال کښې د افغانستان دفاع وزارت هم په یوه خبرپاڼه کښې په پلازمینه کابل کښې د داعش ترهګرې ډلې د یو مشر جمعه خان د نیول کیدو خبر ورکړی.
د ویلو ده چې نن سبا د افغانستان په مختلفو سیمو کښې ترهګرو بریدونو او چاودنو زور اخیستی چې له امله یې لسګونه ملي افغانان وژل شوې دي.
د افغانستان امنیتي ځواکونو هم په هیواد کښې د موجودو ترهګرو خلاف خپل عملیات سخت کړې دي.
ټیګونه