له طالبانو ډلې سره د افغان حکومت لومړنی تفاهم ته رسیدا
یوه داسې ډله چې په قدرت کې د ګډون او دیوې سیمې د اختیاراتو ترلاسه کول غواړی ،دې ته اړتیا لری،څو د افغانستان دخلکو له استازو سره هم خبرې وکړی او په دغو خبرواترو کې له بهرنیو قدرتونو سره خپله خپلواکی او نه اړوندوالی نندارې ته وړاندې کړی او ددغه هیواد د راتلونکی لپاره خپل پلانونه او پروګرامونه هم پر میز کیږدی .
د افغانستان د حکومت ویندوی د طالبانو ډلې او دافغانستان د حکومت د لومړنی تفاهم دترلاسه کیدا خبر ورکړی دی .
صدیق صدیقی په کابل کې د خبریالانو په ناستې کې دې ته له اشارې پرته چې د افغانستان دحکومت او طالبانو استازو کله سره کتلی او خبرې اترې ئې کړی دی، زیاته کړې،دجنګ پای ،د اوور بند ټینګیدا، عامو خلکو ته د تاوان له رسیدو مخنیوی او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره دطالبانو تضمین، دلومړنی تفاهم چورلیزونه دی ، چې د طالبانو ډلې او دافغانستان دحکومت ترمینځ ترلاسه شوی دی .
د افغانستان دغه اړونده مسئول مقام همداراز وئیلی دی،ترراتلونو څواونیو پورې به له طالبانو سره دسولې بهیر دوهمې ورحلې ته داخل شی،چې په دغې مرحلې کې له طالبانوډلې سره د افغان حکومت مستقیمې خبرې اترې پیلیږی.
دکابل له حکومت سره له خبرو سره د طالبانو مخالفت په دغه هیواد کې د سولې په وړاندې یو تر ټولو پیچلی خنډ دی . په هغو څو میاشتو کې چې په دوحې کې د امریکا او طالبانو ډلې دخبرواترو دنوی پړاؤ تیریږی ، طالبانو تل دافغانستان له حکومت سره پر خبرواترو نه کولو ټینګار کړی دی . په قطر کې د طالبانودسیاسی دفتر پخوانی مشر او ددغې ډلې دمرکچی ټیم مشر عباس ستانکزئ له امریکا سره د خبرواترو له اووم پړاؤ وروسته یو ځل بیا ټینګار کړی،چې دغه ډله به دافغانستان له حکومت سره خبرې اترې ونه کړی.
دحکومت له نظره ، دافغانستان سیاسی ګوندونه او مدنی اورګانونه، ددغه هیواد له حکومت سره دخبرواترو د نه کولو لپاره دطالبانو ډلې استدلال ، یو بې بنیاده او ډیر زیات تاوان مودونکی استدلال دی .
ډیری شناندی او کارپوهان وائی طالبان د کابل حکومت سره په دې خاطر خبرې نه کوی،چې دغه حکومت خپلواکه نه دی،خو دغه کارپوهان بیا وائی طالبان چې دکابل حکومت دخپلواکۍ ډنډورې وهی،نو دوی هم خپلواکه دریځ نه لری،کله ئې چې مشران،مرکزونه او روزونکی کیمپونه په پاکستان کې دی او د دوی سیاسی دفتر هم یوه عربی هیواد له پلوه کوربه کیږی،نو دوی بیا څرنګه د خپلواکۍ ډنډورې وهلی شی .؟
د افغانستان له حکومت سره دطالبانو د خبرو نه کولوله څرنګوالی چې ورتیر شو،د صدیدق صدیقی له څرګندونو داسې ښکاری چېدطالبانو او د کابل حکومت ترمینځ لومړنی تفاهم یا د دواړو لورو د استازو د هغو مخامخ خبرواترو نتیجه ده چې خبر ئې رسندوئی شوی نه دی او یا نتیجه ئې دچین او پاکستانپه څیرد بهرنیو یا داخلی لوبغاړو د مینځګړیتوب او یا وساطت نتیجه ده ، په دغو دواړو حالاتو کې نتیجه ،تقریبا یو شان ده او هغه د ا چې د افغانستان د سولې دبهیر په وړاندې یوه ډله ایزه حل لاره ترلاسه کیدونکی ده .
البته باید ووئیل شی،طالبانوتردې دمه دافغانستان له حکومت سره لومړنی تفاهم تائید یا تکذیب کړی نه دی.په عین حال کې که د افغانستان دحکومت او طالبانو لومړنی تفاهم سم وی ،نو باید ووئیل شی،په افغانستان د سولې دبهیر دغه پیښه به یوې لانوی او توپیری مرحلې ته داخله شی.حقیقت دادی چې دنیواکګرۍ له منګولو د افغانستان ژغورل کیدا او همداراز دکلونو کلونو جنګ او د وینې د بهیدا پای،د حکومت او ددرستو سیاسی او قومی دلو ټپلو داستازو په شتون سره بین الافغانی خبرواترو ته ضرورت لری .
د افغانستاند زیاتره خلکو له نظره،که طالبانهماغه ډول چېادعا کوی،د پرَدیو له سلطې او نیواکه دافغانستان د آزادۍ او خپلواکۍ په ترلاسه کولو پسې وی،نو باید د افغانستان له حکومت ،ولس او ګوندونو سره دملګرتیا په لاره ګام پورته کړی ا و په لومړنی ګام کې دسولې بهیر دبهرنیو قدرتونو له سلطې او سیوری وژغوری .
ا لبته د امریکا دسیاستونو پشمول په افغانستان کې بهرنیو ورانونکو لاسوهنو ته په پام سره،داسې ښکاری دکابل دحکومت او طالبانو ترمینځ د خبرواترو پیلیدا ته هماغه راز ډیر وخت پاتې دی .په عین حال کې ډیری په دې اند دی چې د طالبانو په ګډون سره په افغانستان کې د قدرت دبیلابیلو ارکانو او اورګانونو خبرې اترې د دواړو لورو له خوا د بریالیتوب معادله ده چې طالبانو ګټې هم تامینوی . په تیره بیا دا چې یوه داسې ډله چې په قدرت کې د ګډون او دیوې سیمې د اختیاراتو ترلاسه کول غواړی ،دې ته اړتیا لری،څو د افغانستان د خلکو له استازو سره هم خبرې وکړی او په دغو خبرواترو کې له بهرنیو قدرتونو سره خپله خپلواکی او نه اړوندوالی نندارې ته وړاندې کړی او ددغه هیواد د راتلونکی لپاره خپل پلانونه او پروګرامونه هم پر میز کیږدی .