د امریکا او طالبانوترمینځ په پټې موافقې د اشرف غنی اندیښنه
په تیرو څو میاشتو کې د امریکا او طالبانو دخبرواترو به باب په خپرو شوو خبرونو کې په افغانستان کې د موقتی حکومت د جوړیدا مرموزی پلان،د کابل د حکومت په وړاندې د سپینې ماڼۍ دخطرناکو سناریوګانو په باب ددغه هیواد دسیاسی ډلو ټپلو او دحکومت اعتراض او غوسه ئې خپل اوج ته رسولې ده .
د افغانستان ولسمشرد طالبانو ډلې اوامریکا ترمینځ په پټې موافقې اندیښنه څرګنده کړې ده . محمداشرف غنی دقطر په دوحې کې دطالبانو او امریکا ئی استازو د خبرواترو اترو په باب وئیلی دی،د افغانستان د راتلونکی په باب د سپینې ماڼۍ او ددغې ډلې په پټې موافقې سخت اندیښمن دی .
په قطر کې د طالبانو ډلې او امریکائی استازو ترمینځ دخبرواترو اووه پړاؤنه ترسره شول،خو تردې دمه ئې دافعانستان د ولس لپاره هیڅ بریانه ده درلودلې.
د افغانستان ولسمشر په عین حال کې وئیلی دی،له طالبانو ډلې سره د سولې نهائی موافقه یوازې د انتخاباتو له ترسره کیدا وروسته او په دغه هیواد کې د جمهوری نظام په چوکاټ کې ممکنه ده .ټاکل شوې ده،د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکی ا نتخابات له څوځله ځنډیدا وروسته بلاخره د ۲۰۱۹ کال دستمبر په اته ویشتمه نیټه ترسره شی .
د امریکا او طالبانو ډلې د پټې موافقې په احتمال د افغانستان د ولسمشرد اندیښنې څرګندول،د کابل حکومت ته د راپورنه وړاندې کول او په رسندویوکې له طالبانو ډلې سره دخبرواترو د اوو پړاؤنو په باب د هغو جزیاتو په نه خپرولو کې دسپینې ماڼۍ له سیاست سره ارتباط لری،چې په تیر څه دپاسه یوه کال کې تل د واشنګټن په دغه ډول سیاستونو سختې نیوکې کیږی .
که څه هم څو میاشتې مخکې دافغانستان ځینو رسندیو،په اپریل میاشت کې د افغانستان له ولسمشر سره د زلمی خلیلزاد کتنه،له طالبانو ډلې سره د خبرواترو د چورلیزونو اوجزیاتو په باب د راپور د وړاندې کولو په موخې سره بللې ده،خو د اشرف غنی تازه دریځ ښئ،په دغه راپور کې د دغو خبرواترو په باب اصلی اطلاعات نه وو .
په تیره بیا دا چې په تیرو څو میاشتو کې د امریکا او طالبانو دخبرواترو به باب په خپرو شوو خبرونو کې په افغانستان کې د موقتی حکومت دجوړیدا مرموزی پلان،د کابل د حکومت په وړاندې د سپینې ماڼۍ دخطرناکو سناریوګانو په باب ددغه هیواد دسیاسی ډلو ټپلو او دحکومت اعتراض او غوسه ئې خپل اوج ته رسولې ده .
البته دموقته حکومت د جوړولو په باب د امریکا خطرناک پلان او دهغه له ایشوا کید او او د افغانستان د ملی امنیت د سلاکار حمد ا...محب روښانه کونکو څرګندونو وروسته ودرید او د سپینې ماڼۍ چارواکی ددغه پلان څنګةکولو ته مجبوره شول .
سره له دې چې دطالبانو او امریکائی استازو دخبرواترو له امله تر ټولو ستر ګواښ، یعنی په افغانستان کې د موقته حکومت جوړیدا پریښودل شوی،خو هماغه راز ددغه هیوادپه حکومت او خلکو کې دا اندیښنه شته چې سپینه ماڼۍ له دغې ډلې سره په پټې موافقې کې دافغانستان ملی امنیت او ملی ګټې لازیاتې له خطرې سره مخامخ کوی .
د امریکا او طالبانوډلې په خبرواترواو دهغوی دپټېموافقې په احتمالد اشرفغنیاندیښنې څرګندول،دهغوی په خبرواتروکې د پرمختګ له موضوع سرهاړه لری،چې په همداوروستیوکې په قطرکې دهغوی د خبرواترو د اووم پړاؤ له ختمیدا وروسته،دطالبانو ځینو چارواکو ددغه پرمختګ خبر ورکړی دی .
د افغانستان دحکومت له نظره د امریکا او طالبانو ډلې په خبرواترو کې هرډول پرمختګ د افغانستان د ملی ګټو په سر له دغې ډلې سره دسپینې ماڼۍ د هغې معاملې نښه ده چې د افغانستان د ولس لپاره نه جبرانیدونکی پالې په ځان پسې درلودلی شی .