امریکا دافغانستان دبې ثباتۍ عامله ده
-
افغانستان به په نورو هیوادونو د تیري لپاره د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورنکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی امریکا د خپل هیواد دبې ثباتۍ عامله وبلله .
کرزی نن په کابل کښې په خبری کانفرنس کښې د افغانستان په اړه د امریکا په کړچار نیوکې سره وویل دافغانستان په سر د امریکا او دنورو هیوادونو معامله په دغه هیواد کښې د بې ثباتۍ عامل دی .
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې په ځلونو یې د سولې دخبرو اترو په بهیر کښې دامریکا دکړچار په څرنګوالی ناخوښی څرګنده کړی ده دا ځل هم د ناکارنده سولې د پایلو په هکله وینا وکړه .
کرزی وویل دافغانستان خلک نه غواړی دسولې له موافقې وروسته د ملوک الطوایفی په لور لاړ شی .
د افغانستان پخوانی ولسمشر کرزی له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان زاړو اړیکو ته په اشارې سره ټینګار وکړ افغانستان به په نورو هیوادونو د تیری لپاره د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورنکړی .