دکابل حکومت او طالبان زر خبری کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83522-دکابل_حکومت_او_طالبان_زر_خبری_کوی
زمونږخبریال وایی دافغانستان ولسمشراشرف غنی پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې په یولړ دستورو کښې تر راتلونکو څو اونیو پورې له طالبانو ډلې سره د حکومت د خبرواترو دپیلیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2019 00:27 Asia/Kabul
  • دافغانستان ولسمشر اشرف غني وویل کابل دطالبانو تسلیمیدل نه غواړي .
    دافغانستان ولسمشر اشرف غني وویل کابل دطالبانو تسلیمیدل نه غواړي .

زمونږخبریال وایی دافغانستان ولسمشراشرف غنی پرون د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې په یولړ دستورو کښې تر راتلونکو څو اونیو پورې له طالبانو ډلې سره د حکومت د خبرواترو دپیلیدا خبر ورکړ .

هغه دې ته په اشارې سره چې زر به د افغانستان دحکومت او د طالبانو ډلې ترمینځ دسولې خبرې اترې پیل شی یوځل بیا په طالبانو غږ وکړ تاوتریخوالی پاې ته ورسوی او په هیواد کښې د سولې دټینګیدا لپاره هڅه وکړی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل کابل دطالبانو تسلیمیدل نه غواړی بلکې په هیواد کښې د سولې دټینګیدا لپاره  له عزت څخه دډکو خبرواترو د ترسره کیدا غوښتونکی دی .

اشرف غنی په داسې حال کښې تر راتلونکو څو اونیو پورې له طالبانو ډلې سره د کابل دحکومت دخبرو اترو د ترسره کیدا خبر ورکړ چې دغه ډله تراوسه د افغانستان له حکومت سره نیغ په نیغه خبرو اترو ته نه ده چمتو شوی .