دامریکا جنرال ناڅاپه افغانستان ته تللی
-
په کابل کښې دامریکا سفیر جان بس او په افغانستان کښې د ناټو د عسکرو قومندان اسټین سکاټ میلر هم په دغه کتنې کښې شتون درلود .
تسنیم خبری اژانس وایی د امریکا د مرکزی قومندنۍ دترهګرۍ کمیټۍ یعنی سینټکام مشر جنرال کینیت میک کینزی افغانستان ته له مخکې څخه په نه اعلان شوی سفر کښې ددغه هیواد د حکومت له اجرایی مشر عبدالله عبدالله سره کتنه وکړه .
د امریکا دغه جنرال کینیت میک کینزی د افغانستان دحکومت له اجرایی مشر عبدالله عبدالله سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو د پوځی ملګرتیاو په دوام ټینګار سره د سولې دخبرو اترو ،د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا او د سیمه ییزو مسائیلو په اړه د نظر تبادله وکړه .
د افغانستان د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله په دغه کتنې کښې په ګاونډیو هیوادونو کښې دکابل د حکومت دوسله والو مخالفانو امن پناه ځایونو ته په اشارې سره په نړیوالې ټولنې غږ وکړ په دغه موضوع غور وکړی .
د ویلو ده چې په کابل کښې دامریکا سفیر جان بس او په افغانستان کښې د ناټو د عسکرو قومندان اسټین سکاټ میلر هم په دغه کتنې کښې شتون درلود .
دامریکا دغه جنرال په داسې حال کښې کابل ته تللی دی چې تراوسه په افغانستان کښې د جنګ ختمولو ته دطالبانو ډلې د مجبورولو لپاره په قطر کښې دامریکا او ددغه ډلې د خبرو اترو څو پړاونه له ماتی سره مخ شوی دی .