دافغانستان خلک فیصله کونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83529-دافغانستان_خلک_فیصله_کونکی_دی
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دولسمشر دوهم(۲) مرستیال سرور دانش په کابل کښې ټینګار وکړ په هیواد کښې د سولې بهیر به یوازې له امریکا سره د طالبانو دخبرواترو له لارې نتیجې ته ونه رسیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2019 02:07 Asia/Kabul
  • ولسمشر اشرف غني د هغه بین الافغاني غونډې په اړه چې ټاکل شوي ده د ازبکستان په سمرقند کښې وشي هیڅ اطلاع نلري .
    ولسمشر اشرف غني د هغه بین الافغاني غونډې په اړه چې ټاکل شوي ده د ازبکستان په سمرقند کښې وشي هیڅ اطلاع نلري .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دولسمشر دوهم(۲) مرستیال سرور دانش په کابل کښې ټینګار وکړ په هیواد کښې د سولې بهیر به یوازې له امریکا سره د طالبانو دخبرواترو له لارې نتیجې ته ونه رسیږی .

هغه وویل که چیرې دطالبانو ډله داسې فکر کوی چې یوازې له امریکا سره د خبرو له لارې بریالیتوب ته رسیږی نو ډیر تیروتلی دی ځکه چې په افغانستان کښې اصلی فیصله کونکی خلک دی .

بل خبردا چې د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وویل  ولسمشر اشرف غنی د هغه بین الافغانی غونډې په اړه چې ټاکل شوی ده د ازبکستان په سمرقند کښې وشی هیڅ اطلاع نلری .

هغه دې ته په اشارې سره چې دسیمې یو شمیر هیوادونه هڅې  کوی له طالبانو سره د خبرواترو په پیلولو کښې د کابل له حکومت سره مرسته وکړی هیله وکړه دغه هڅې نتیجې ته ورسیږی او طالبان له جنګ او دخلکو له وژلو لاس واخلی .