د افغانستان د باډي بلډنګ ملي ټیم اتل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83530-د_افغانستان_د_باډي_بلډنګ_ملي_ټیم_اتل_شو
د افغانستان ملي لوبډلې د سویلي آسیا د سیالیو په دولسم پړاؤ کښې چې د نیپال په کوربه توب ترسره شوې، شپږ د سرو زرو، دوه د سپینو او درې د برنزو میډلونه وګټل او داشان د دغو سیالیو اتل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2019 06:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان د باډي بلډنګ ملي ټیم اتل شو

د افغانستان ملي لوبډلې د سویلي آسیا د سیالیو په دولسم پړاؤ کښې چې د نیپال په کوربه توب ترسره شوې، شپږ د سرو زرو، دوه د سپینو او درې د برنزو میډلونه وګټل او داشان د دغو سیالیو اتل شو.

د افغانستان ملي لوبډلې د سویلي آسیا د سیالیو په دولسم پړاؤ کښې چې د نیپال په کوربه توب ترسره شوې، شپږ د سرو زرو، دوه د سپینو او درې د برنزو میډلونه وګټل او داشان د دغو سیالیو اتل شو.

عبدالسمیع حیدري، صفت الله حفیظي، ګلا جان، احمد احمدي،احمد سکندر زاده او حمید الله خوشدل خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو میډلونه ترلاسه کړل.

آصف سخي او حیدالله عظیمي هم په دغو مقابلو کښې د سپینو زرو میډلونه وګټل او هم داشان امام علي نبي زاده، قاسم حسیني او سلیم شاه انوري د برنزو میډلونه په خپل نوم کړل.

د افغانستان د باډي بلډنګ ملي لوبډله له دې مخکښې هم درې ځلې د جنوبي آسیا د باډي بلډنګ د سیالیو اتله پاتې شوې ده.

په دغو سیالیو کښې د هندوستان او نیپال ټیمونو دویم او دریم پوزیشن واخیسته.