دافغانستان دطالبانو پلاوی انډونیزیا ته تللی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83651-دافغانستان_دطالبانو_پلاوی_انډونیزیا_ته_تللی
زمونږ خبریال وایی دافغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د« ملا برادر »په سرپرستۍ ددغه ډلې یو (۱) پلاوی پرون سهار د انډونیزیا له چارواکو سره دکتنې لپاره جاکارتا ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2019 23:47 Asia/Kabul
  • د انډونیزیا په غونډې کښې له طالبانو غوښتنه شوي وه چې په افغانستان کښې جنګ پاې ته ورسوي .
    د انډونیزیا په غونډې کښې له طالبانو غوښتنه شوي وه چې په افغانستان کښې جنګ پاې ته ورسوي .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د« ملا برادر »په سرپرستۍ ددغه ډلې یو (۱) پلاوی پرون سهار د انډونیزیا له چارواکو سره دکتنې لپاره جاکارتا ته ورسید .

هغه وویل ټاکل شوی ده چې دافغانستان دطالبانو دغه پلاوی د انډونیزیا له  حکومتی چارواکو سره د افغانستان د راتلونکی او دسولې په هکله وغږیږی .

انډونیزیا تیر کال په افغانستان کښې د جنګ دختمیدا او دسولې لپاره د حل لارې د موندلو په اړه د افغانستان د پاکستان او د انډونیزیا د دینی علماو د یوې (۱) غونډې کوربه وه .

د انډونیزیا په غونډې کښې له طالبانو غوښتنه شوی وه چې په افغانستان کښې جنګ پاې ته ورسوی او د کابل دحکومت دسولې بلنې ته مثبت ځواب ورکړی .