د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ نیغ په نیغه مذاکرات پيلیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83675-د_افغانستان_د_حکومت_او_طالبانو_ترمینځ_نیغ_په_نیغه_مذاکرات_پيلیږي
د افغانستان د صلحې په چارو کښې د حکومت وزیر تر راتلونکو دوو اونیو پورې د کابل د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د صلحې د خبرواترو د پيلیدو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2019 03:10 Asia/Kabul
  • د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ نیغ په نیغه مذاکرات پيلیږي

د افغانستان د صلحې په چارو کښې د حکومت وزیر تر راتلونکو دوو اونیو پورې د کابل د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د صلحې د خبرواترو د پيلیدو خبر ورکړ.

د افغانستان د صلحې په چارو کښې د حکومت وزیر تر راتلونکو دوو اونیو پورې د کابل د حکومت او طالب ډلې ترمینځ د صلحې د خبرواترو د پيلیدو خبر ورکړ.

سلام رحیمي پرون دې ټکي ته په نغوتې سره چې له طالب ډلې سره د افغانستان د حکومت مذاکرات ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اونیو پورې په یو اروپايي هیواد کښې ترسره شي، وویل: له دغې ډلې سره د خبرو لپاره د افغانستان د حکومت په استازیتوب د پنځلس کسیز پلاوي د غوره کولو لپاره سلامشورې پیل شوې دي.

طالبانو چې د افغانستان له حکومت سره د صلحې خبرواترو ته یې تراوسه غاړه نه کښیښودله، د دغه افغان چارواکي د څرګندونو په اړه یې لا څه نه دي ویلې.