ایران په افغانستان کښې له صلحې سره مرستې ته تیار دی
په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر پرون وویل: په افغانستان کښې د صلحې او ثبات ټینګښت د ایران د حکومت او ولس آرزو ده.
په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر پرون وویل: په افغانستان کښې د صلحې او ثبات ټینګښت د ایران د حکومت او ولس آرزو ده.
د ایرنا په لیکنه، محمد رضا بهرامي د افغانستان آریانا ټیلیویژني چینل سره په مرکه کښې، په افغانستان کښې د صلحې له ټینګښت سره مرستې ته د ایران د چمتو والي خبر ورکړ او ویې ویل: تهران صلحې ته د رسیدو لپاره د افغانستان د حکومت له هلوځلو ملاتړ کوي.
په کابل کښې د ایران سفیر هم داشان د ایران او افغانستان د ولسونو ترمینځ تاریخي مخینو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې په افغانستان کښې له ایرانه د ویرونې امریکايي پروژه به کومه ګټه ونه لري.
هغه په دوام کښې، د افغانستان د صلحې د مذاکراتو په بهیر کښې د دغه هیواد د حکومت په شتون نه لرلو باندې په نیوکې سره، د خبرواترو په ټولو پړاؤنو کښې د کابل حکومت د شتون غوښتونکی شو.
د افغانستان د صلحې د خبرواترو د ترسره کیدو په طریقې باندې په کابل کښې د ایران د سفیر نیوکه په داسې حال کښې ده چې د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د خبرواترو اوو پړاؤنو هیڅ څرګنده ګټه نه ده لرلې.