د افغانستان دسولې د لوړې شورا ړنګیدل :-
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83686-د_افغانستان_دسولې_د_لوړې_شورا_ړنګیدل
دافغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی د سولې د لوړې شورا د ړنګیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2019 11:18 Asia/Kabul
  • البته دطالبانوددغه ژمنې تحقق له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو له وتلوسره مشروط دي .
    البته دطالبانوددغه ژمنې تحقق له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو له وتلوسره مشروط دي .

دافغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی د سولې د لوړې شورا د ړنګیدا خبر ورکړ .

هغه وویل دافغانستان د سولې لوړې شورا د ولسمشر اشرف غنی په حکم ړنګه شوه او دهغې دندې یې د سولې په چارو کښې د حکومت وزارت ته وسپارلې .

دافغانستان دولسمشر ویاند صدیق صدیقی زیاته کړه ولسمشر اشرف غنی د هیواد دسولې دمشورتی لویې جرګې د غوښتنې پراساس د سولې په چارو کښې دحکومت وزارت جوړ کړ او دغه اقدام په افغانستان کښې د سولې د تامینیدا لپاره یو (۱) ضرورت وو .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی څه موده مخکې د هیواد د سولې په چارو کښې د حکومت وزارت جوړ کړ او دخپل دفتر پخوانی مشر عبدالسلام رحیمی یې د سولې په چارو کښې د حکومت د وزیر په توګه وټاکه .

دافغانستان د سولې لوړه شورا په ۱۳۸۹ هجری لمریز کال او د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د حکومت وخت کښې جوړه شوی وه .

دافغانستان د سولې په چارو کښې د حکومت د وزیر په توګه د عبدالسلام رحیمی له انتصابیدا وروسته د دغه هیواد د سولې دلوړې شورا ړنګیدل د اټکل وړ وو .

البته دافغانستان د سولې له لوړې  شورا سره د ولسمشر اشرف غنی د چلندونو په هکله د نوموړی شورا د کمزوری کړچار په دلیل دغه اخیستون موجود وو چې اشرف غنی د سولې د ټینګیدا لپاره ددغه شورا په کارندوالی چندانې اعتقاد نه درلود .

په نهایت کښې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی فیصله وکړه د بیلابیلو ملاحظاتو په دلیل د سولې لوړه شورا ړنګه شی او ددغه شورا دندې دسولې په چارو کښې دحکومت د وزیر لخوا تعقیب شی .

دغه پوښتنه مطرح ده چې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دکومو دلایلو پراساس دسولې لوړه شورا ړنګه کړه او ددغه شورا ماموریتونه یې د سولې په چارو کښې دحکومت وزیر ته وروسپارل ؟

اشرف غنی ځان دافغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو لپاره چمتو کوی او هیله من دی  د سولې په چارو  کښې دحکومت وزیر ته د سولې د ټینګیدا دماموریت په سپارلو سره دسولې بهیر ته نوی انرژۍ پچکاری کړی چې دهغه(اشرف غنی ) لپاره  تبلیغاتی  ګټه لرلی شی .

دغه راز د افغانستان دسولې دلوړې شورا په ړنګیدا او د سولې په چارو کښې د حکومت وزیر ته  له طالبانو سره د خبرواترو د ترسره کولولپاره د پلانونې ماموریت دغه وزیر ته ورسپال د سولې مخ ته دخنډونو  او د پرمختګونو په باره کښې د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼې د غوښتنې امکان له مخکې څخه زیات برابریږی .

په دې سربیره د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی په دغه فیصلې سره به  د سولې دلوړې شورا د نادودو اوغیر متعارفو لګښتونو په اړه ځینې کورنۍ او بهرنۍ نیوکې کمې کړی .

په تیرو څو کلونو کښې دافغانستان ځینو سیاسی او رسندوی ټولنو او دغه راز له افغانستان سره ځینو مرسته کونکو هیوادونو د سولې په لوړې شورا کښې د موجودو کسانو شمیر ته په اشارې سره ددغه شورا د غړیو د نادودو مالی لګښتونو او دبودجې  په ضایع کولونیوکه کړی وه .

دسولې په چارو  کښې دافغانستان د حکومت وزیر ته د  لوړې شورا د سولې دچارو په ورسپارل کیدا سره به په طبیعی توګه په دې زمینه کښې لګښتونه هم کم شی .

دافغانستان دسولې په چارو کښې د حکومت د وزیر لخوا په راتلونکو دوو (۲)اونیو کښې د طالبانو او د کابل دحکومت د خبرو اترو د ترسره کیدا د خبر له خپریدا سره دسولې د لوړې شورا د ړنګیدا د اعلان یووخت والی سبب شو عبدالسلام رحیمی د لوړې شورا د ځای ناستی ادارې د کارندوالی د ثابتیدا په لړ کښې لوړ ګام پورته کړی .

البته دطالبانوددغه ژمنې تحقق له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو له وتلوسره مشروط دی .