طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې
طالب ډلې د سولې په چارو کې د حکومت د وزیر سلام رحیمي د څرګندونو په غبرګون کې وويل چې دا ډله به، د حکومت له مذاکراتي پلاوي سره خبرې ونه کړي، خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلان وروسته به له «افغانانو» سره خبرې وکړي.
د افغان خبري سرچينو له مخې د طالبانو یو ویاند ذبیحالله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې طالبان به له ټولو افغانانو سره خبرې وکړي او د حکومت له استازو سره به هم مخامخ خبرې وکړي خو د حکومت په حوالې سره نه.
رحیمي تېره ماښام اعلان وکړ چې له طالبانو سره د حکومت د مخامخ خبرو د شروع کېدو لپاره هڅې پيل شوې دي او ټاکل شوې چې تر راتلوونکو دوو هفتو پورې په یو اروپايي هېواد کښې دغه خبرې اترې شروع شي.
په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپل ټوېټر کې لیکلي چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې به، له طالبانو سره د امریکې له موافقې وروسته ترسره شي.
افغان حکومت وايي چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د مرکچي پلاوي د جوړېدو لپاره هڅې روانې دي او ټاکل شوې ډېر ژر دغه پلاوي جوړ شي.
د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په وینا، دا پلاوی به پنځلس غړي ولري او د سیاستوالو، مېرمنو او مدني ټولنې له غړو غوره کړل شي.