طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83696-طالبانو_له_حکومت_سره_مخامخ_خبرې_رد_کړې
طالب ډلې د سولې په چارو کې د حکومت د وزیر سلام رحیمي د څرګندونو په غبرګون کې وويل چې دا ډله به، د حکومت له مذاکراتي پلاوي سره خبرې ونه کړي، خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال‎وېش له اعلان وروسته به له «افغانانو» سره خبرې وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2019 02:52 Asia/Kabul
  • طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې

طالب ډلې د سولې په چارو کې د حکومت د وزیر سلام رحیمي د څرګندونو په غبرګون کې وويل چې دا ډله به، د حکومت له مذاکراتي پلاوي سره خبرې ونه کړي، خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال‎وېش له اعلان وروسته به له «افغانانو» سره خبرې وکړي.

د افغان خبري سرچينو له مخې د طالبانو یو ویاند ذبیحالله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې طالبان به له ټولو افغانانو سره خبرې وکړي او د حکومت له استازو سره به هم مخامخ خبرې وکړي خو د حکومت په حوالې سره نه.

رحیمي تېره ماښام اعلان وکړ چې له طالبانو سره د حکومت د مخامخ خبرو د شروع کېدو لپاره هڅې پيل شوې دي او ټاکل شوې چې تر راتلوونکو دوو هفتو پورې په یو اروپايي هېواد کښې دغه خبرې اترې شروع شي.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپل ټوېټر کې لیکلي چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې به، له طالبانو سره د امریکې له موافقې وروسته ترسره شي.

افغان حکومت وايي چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د مرکچي پلاوي د جوړېدو لپاره هڅې روانې دي او ټاکل شوې ډېر ژر دغه پلاوي جوړ شي.

د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په وینا، دا پلاوی به پنځلس غړي ولري او د سیاستوالو، مېرمنو او مدني ټولنې له غړو غوره کړل شي.