له طالبانو سره دخبرو لپاره د کابل پلاوی جوړ شو
-
تراوسه د امریکا او دطالبانو ترمینځ د خبرواترو څو پړاونه شوي خو هیڅ نتیجه یې نه ده لرلي .
زمونږخبریال وایی د سولې په چارو کښې د افغانستان د حکومت وزارت له طالبانو ډلې سره د خبرواترو لپاره د کابل د حکومت د مرکچی پلاوی د جوړولو خبر ورکړ .
د سولې په چارو کښې دافغانستان د حکومت وزارت پرون په یوې(۱) بیانیې کښې وویل په دغه پینځلس (۱۵) کسیزه پلاوی کښې سیاسی ، ټولنیز او قومی ډول ډول والی په نظر کښې نیول شوی چې وکولای شی د هیواد دخلکو له خوا خبرې وکړی .
ددغه پلاوی د غړیو نومونه نه دی اعلان شوی .
د سولې په چارو کښې د افغانستان د حکومت د وزارت په بیانیې کښې ویل شوی دی د کابل حکومت له عزت ډکې ، عادلانه او دپایداره سولې ټینګولو ته په کامل ډول ژمن دی .
دا په داسې حال کښې دی چې د افغانستان طالبانو له دې مخکې هم په ځلونو د کابل له حکومت سره د نیغ په نیغه خبرواترو لپار د حکومت غوښتنې رد کړی دی .
تراوسه د امریکا او دطالبانو ترمینځ د خبرواترو څو پړاونه شوی او دغه راز په قطر او روسیې کښې هم بین الافغانی غونډې ترسره شوی خو هیڅ نتیجه یې نه ده لرلی .