د افغانستان پخوانی ولسمشر په امریکا نیوکه وکړه
-
که چیرې امریکا واقعا په افغانستان کښې سوله غواړی باید د خبرواترو اصول او په دغو خبرو کښې د افغانستان دحکومت رول په نظر کښې ونیسي .
زمونږ خبریال وایی د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په خپل هیواد کښې دامریکا په کړچار نیوکه وکړه .
هغه وویل امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په شعار سره په افغانستان برید وکړ خو له ټروریزم سره د مبارزې پرځاې یې د بې ګناه خلکو کورونه وران کړل او په سیمه کښې یې ترهګرۍ زیاته کړه .
دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی له طالبانو ډلې سره د امریکا پټو او دوه(۲) اړخیزه خبرو ته په اشارې سره د واشنګټن چارواکو ته وویل که چیرې امریکا واقعا په افغانستان کښې سوله غواړی باید د خبرواترو اصول او په دغو خبرو کښې د افغانستان دحکومت رول په نظر کښې ونیسی .
کرزی دغه راز ټینګار وکړ د افغانستان دخلکو ، حکومت ، دایران او د افغانستان دنورو ګاونډیو له ګډون پرته به په هیواد کښې سوله رامینځته نشی او امریکا باید دغه حقیقت ومنی ټولې ښکیلې خواوې باید د افغانستان دسولې په بهیر کښې ګډون ولری .
له دې مخکې هم دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په کابل کښې په خبری کانفرنس کښې دایران له اسلامی جمهوریت وغوښتل د افغانستان دسولې په بهیر کښې رول ولوبوی چې له دغه هیواد څخه د فتنه ګرو نیواکګرانو او بهرنیانو لاسونه غوڅ شی