طالبان له امریکا سره د موافقې غوښتونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83804-طالبان_له_امریکا_سره_د_موافقې_غوښتونکی_دی
زمونږخبریال وایی د افغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وویل طالبان داسې اشارې ورکوی چې موافقه غواړی او زیاته یې کړه په افغانستان کښې دامریکا دعسکرو شتون او د پوځیانو وتل شرطونه لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2019 09:27 Asia/Kabul
  • زلمي خلیل زاد د افغانستان دسولې په پروسې کښې د پاکستان د مخلصانه مرستې ستاینه وکړه .
    زلمي خلیل زاد د افغانستان دسولې په پروسې کښې د پاکستان د مخلصانه مرستې ستاینه وکړه .

زمونږخبریال وایی د افغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وویل طالبان داسې اشارې ورکوی چې موافقه غواړی او زیاته یې کړه په افغانستان کښې دامریکا دعسکرو شتون او د پوځیانو وتل شرطونه لری .

هغه د امریکا او دافغانستان داړیکو په هکله وویل واشنګټن د افغانستان له طالبانو سره داسې موافقه غواړی چې پراساس یې د عسکرو وتل امکان ولری .

د افغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وویل دافغانستان طالبان د موافقې د لاسلیک  کولو اشارې ورکوی او امریکا هم د ښې موافقې لاسلیک کولو ته تیاره ده .

هغه وویل زه له طالبانو سره دخبرواترو دنوی پړاو لپاره قطر ته ورځم .

دغه راز دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا هم دامریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره په کتنې کښې په افغانستان کښې دسولې دخبرو د بریالیتوب او هڅو په اړه بحث وکړ  .

زلمی خلیل زاد په دغه کتنې کښې د افغانستان دسولې په پروسې کښې د پاکستان د مخلصانه مرستې ستاینه وکړه او دپاکستان د پوځ مشر باجوا هم وویل اسلام اباد به  د سولې د راوستلو لپاره د خپلو هڅو د پیاوړی کولو لپاره خپل رول ولوبوی .