له طالبانو سره د امریکا خبرې د مجبورۍ په خاطر دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83839-له_طالبانو_سره_د_امریکا_خبرې_د_مجبورۍ_په_خاطر_دی
تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان دپارلمان یوه (۱) استازی غلام فاروق مجروح وویل امریکا د مجبورۍ په خاطر له طالبانو سره د موافقې د لاسلیک کولوهڅه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2019 01:03 Asia/Kabul
  • امریکا د ناچارۍ له کبله له طالبانو ډلې سره خبرواترو ته چمتو شوي ده .
    امریکا د ناچارۍ له کبله له طالبانو ډلې سره خبرواترو ته چمتو شوي ده .

تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان دپارلمان یوه (۱) استازی غلام فاروق مجروح وویل امریکا د مجبورۍ په خاطر له طالبانو سره د موافقې د لاسلیک کولوهڅه کوی .

هغه وویل امریکا د ناچارۍ له کبله له طالبانو ډلې سره خبرواترو ته چمتو شوی ده او دغه موضوع له موافقې وروسته د افغانستان دبرخلیک په هکله دهیواد د خلکو اندیښنه زیاته کړی ده .

دافغانستان د پارلمان یوه(۱) بل غړی ناهید فرید هم وویل دامریکا او دطالبانو استازیو د بشری حقوقو په شان چې د افغانستان په اساسی قانون کښې ورته اشاره شوی ده د هیواد دخلکو د بریاو د ساتلو او د اړتیاو په هکله خبرې نه دی  کړی پر دې اساس د طالبانو او دامریکا له موافقې وروسته د افغانستان دخلکو اصلی اندیښنه ختمیږی نه .

دافغانستان دپارلمان دغه غړی ټینګار وکړ موافقې ته له رسیدا وروسته د طالبانو ډلې د وسله والو غړو برخلیک او په ټولنه کښې دهغوې ادغام په هغو مهمو مسائیلو کښې راځی چې دامریکا او دطالبانو په خبرو کښې یې په هکله هیڅ غور نه دی شوی .