د طالبانو پیغام اوس هم دجنګ او د ویرې پیغام دی
-
د امریکا او دطالبانو داستازیو د خبرواترو اته (۸) پړاونه له ماتي سره مخامخ دي .
زمونږ خبریال وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وویل د لوی اختر په مناسبت د طالبانو ډلې پیغام اوس هم د جنګ او دویرې پیغام دی .
هغه پرون د طالبانو ډلې دمشر ملا هیبت الله اخوندزاده د لوی اختر په مناسبت پیغام ته په غبرګون کښې وویل د افغانستان خلک د طالبانو لخوا دجنګ او د تاوتریخوالی د ختمیدا غوښتونکی دی او په دا ډول پیغامونو نه غولیږی .
د طالبانو ډلې مشر ملا هیبت الله اخوندزاده پرون د لوی اختر په مناسبت په یوه(۱) پیغام کښې ویلی وو له جنګ سره په یووخت طالبانو د افغانستان د نیواکګرۍ او دکړکیچ دختمولو لپاره د سولې خبرې اترې زیاتې کړی دی .
داپه داسې حال کښې دی چې طالبانو ډلې تراوسه د افغانستان دکړکیچ د هواری لپاره د نیغ په نیغه خبرو اترو لپاره د کابل د حکومت غوښتنه رد کړی ده .
دافغانستان دطالبانو مشر هلا هیبت الله اخوندزاده ویل دغه ډله اوس هم په امریکا اعتماد نلری .
د امریکا او دطالبانو داستازیو د خبرواترو اته (۸) پړاونه له ماتی سره مخامخ دی او دغو خبرو د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلی .