د طالبانو پیغام اوس هم دجنګ او د ویرې پیغام دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i83912-د_طالبانو_پیغام_اوس_هم_دجنګ_او_د_ویرې_پیغام_دی
زمونږ خبریال وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وویل د لوی اختر په مناسبت د طالبانو ډلې پیغام اوس هم د جنګ او دویرې پیغام دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2019 00:02 Asia/Kabul
  • د امریکا او دطالبانو داستازیو د خبرواترو اته (۸) پړاونه له ماتي سره مخامخ دي .
    د امریکا او دطالبانو داستازیو د خبرواترو اته (۸) پړاونه له ماتي سره مخامخ دي .

زمونږ خبریال وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وویل د لوی اختر په مناسبت د طالبانو ډلې پیغام اوس هم د جنګ او دویرې پیغام دی .

هغه پرون د طالبانو ډلې دمشر ملا هیبت الله اخوندزاده  د لوی اختر په مناسبت پیغام ته په غبرګون کښې وویل د افغانستان خلک د طالبانو لخوا دجنګ او د تاوتریخوالی د ختمیدا غوښتونکی دی او په دا ډول پیغامونو نه غولیږی .

د طالبانو ډلې مشر ملا هیبت الله اخوندزاده  پرون د لوی اختر په مناسبت په یوه(۱) پیغام کښې ویلی وو له جنګ سره په یووخت طالبانو د افغانستان د نیواکګرۍ او دکړکیچ دختمولو لپاره د سولې خبرې اترې زیاتې کړی دی .

داپه داسې حال کښې دی چې طالبانو ډلې تراوسه د افغانستان دکړکیچ د هواری لپاره د نیغ په نیغه خبرو اترو لپاره د کابل د حکومت غوښتنه رد کړی ده .

دافغانستان دطالبانو مشر هلا هیبت الله اخوندزاده  ویل دغه ډله اوس هم په امریکا اعتماد نلری .

د امریکا او دطالبانو داستازیو د خبرواترو اته (۸) پړاونه له ماتی سره مخامخ دی او دغو خبرو د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلی .