طالبانو د جنګ او دنښتې په دوام ټینګار وکړ
Aug 19, 2019 00:12 Asia/Kabul
-
د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام دطالبانو او په بین الافغاني خبرو اترو کښې په ګوته کیږي .
تسنیم خبری اژانس وایی په قطر کښې دطالبانو د سیاسی دفتر ویاند سهیل شاهین په افغانستان کښې د جنګ او د نښتې په دوام ټینګار وکړ .
هغه پرون ګواښ ورکړ که چیرې دافغانستان نوی حکومت له طالبانو ډلې پرته جوړ شی دغه ډله به په هیواد کښې جنګ او نښتو ته دوام ورکړی .
دطالبانو ویاند سهیل شاهین زیاته کړه د افغانستان راتلونکی سیاسی نظام دطالبانو او په بین الافغانی خبرو اترو کښې په ګوته کیږی .
داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی مخکې اسلامی جمهوری نظام ، د افغانستان د حکومت په رسمیت پیژندل ، د امنیتی ادارو مصونیت او دهیواد د قومی بیرغ نه بدلیدل له طالبانو ډلې سره د حکومت دسولې د موافقې سرې کرښې(red lines)بللی وې .
ټیګونه