په افغانستان کښې دامریکا دوه ترهګر عسکر وژل شوی
Aug 22, 2019 00:14 Asia/Kabul
-
دافغانستان خلکو او چارواکو په ځلونو دامریکا په مشرۍ دبهرنیو ځواکونو د شتون پر دوام نیوکه کړي ده .
زمونږ خبریال وایی ناټو پرون وویل په افغانستان کښې په وروستیو عملیاتو کښې دامریکا دوه(۲) ټروریسټ پوځیان وژل شوی .
ناټو په افغانستان کښې د امریکا د دوو (۲) وژل شویو ترهګرو عسکرو د نومونو له ښودلو ډډه وکړه .
حاضردمه په افغانستان کښې دامریکا کابو څوارلس زره (۱۴۰۰۰)عسکر دیره دی .
امریکا او ملګرو یې په ۲۰۰۱ میلادی کال له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت دتامینولو په پلمه په افغانستان یرغل وکړ خو له دغه وخت راهسې هلته ناامنۍ ، ترهګرۍ او د نشه ایزو موادو تولید زیات شوی دی .
دافغانستان خلکو او چارواکو په ځلونو دامریکا په مشرۍ دبهرنیو ځواکونو د شتون پر دوام نیوکه کړی ده او له خپل هیواد څخه دامریکا دټولو پوځیانو د وتلو غوښتنه یې کړی ده .
ټیګونه