دافغانستان عسکر د دفاع توان لری
-
حاضردمه طالبان دافغانستان په ځینو سیمو کښې فعال شتون لري .
زمونږ خبریال وایی د افغانستان ولسمشر اشرف غنی بیګا له طلوع ټیلی ویژن سره په مرکه کښې ټینګار وکړ دامریکا په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو په وتلو سره امنیتی ځواکونه د افغانستان د دفاع توان لری .
هغه وویل له افغانستانه د امریکا د پوځیانو په وتلو سره به طالبان او نورې ترهګرې ډلې ددغه هیواد دکنټرولولو(نیولو) جوګه نه وی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل امریکا حاضردمه په دغه هیواد کښې پینځه(۵) کوچنۍ اډې لری او له دغو اډو د واشنګټن پوځیانو په وتلو سره به هلته د افغانستان امنیتی ځواکونه دیره شی .
اشرف غنی وویل ټاکل شوی ده چې په لومړی پړاو کښې دامریکا پینځه زره (۵۰۰۰) پوځیان له افغانستان څخه ووځی خو ددغو عسکرو د وتلو دقیق وخت ته دی معلوم .
له دې مخکې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی ویلی وو که چیرې دامریکا عسکر له افغانستانه ووځی طالبان به په شپږو(۶) میاشتو کښې د هیواد ټولې سیمې ونیسی .
حاضردمه طالبان دافغانستان په ځینو سیمو کښې فعال شتون لری .