په افغانستان کې د داعش ښکارنده
په حقیقت کی د عثمانی خلافت د ویشلو او نسکوریدا یوه نتیجه په عربستان کی د ال سعودو د باچاهی رژیم بڼه غوره کیدا وه چی وهابی شیخان او ملک عبدالعزیز کورنۍ یئ سټراتیجیک متحدان کړل چی تر ننه پاتی دی .
د عثمانی خلافت له نسکوریدا وروسته د خلاف پالنې لیدتوګه په هندوستان کی د د مولانا ابوالاعلی مودودی په مشرۍ جماعت اسلامی منظمه کړه . د مودودی په مشرۍ جماعت اسلامی په ۱۹۴۱ میلادی کال کی په هندوستان کی موجودیت پیدا کړ. دغه ګوند په لومړیو کی د پاکستان له جوړیدا او له هندوستانه د هغه له بیلتون سره مخالف وو ، خو د پاکستان د خپلواکۍ له اعلانه وروسته تازه خپلواکه شوی هیواد ته انتقال شو . مودودی په خپل مشهور او جنجالی کتاب خلافت و ملوکیت کی په هند براعظمګی کی د اسلامی خلافت او حکومت بحث نوی پړاو ته ورداخل کړ چی تر ننه هماغه راز پاتې شوی دی . د شاه ولی ا... دهلوی په شان په دغه حوزه کی له مخکنیو پوهانو سره د مودودی د خلافت د لیدوتګی توپیر په دې کی دی چی هغه د لومړی ځل لپاره د خلافت دودیز شکل چی د قریشو او عرب قبیلې لپاره تعریف شوی دی ، نامعتبر اعلان کړ او د قریشی او عرب والی شرط یې د خلیفه لپاره ختم اعلان کړ .
««««««««««««««««««««««
د مولانا مودودی له نورو پوهانو سره دوهم توپیر دا دی چی هغه د مسلمانانو په تفکر او ذهنیت کی د اسلامی انقلاب خبره کوی او په دې باور دی چی تر څو چی ټولنه د خلافت د منلو لپاره ضروری چمتووالی ونلرلط شی ، د اسلامی خلافت بیا رغاونه امکان نلری . د همدې اصل په اساس مودودی د اسلامی انقلاب د چمتوکولو مقوله د خلافت د بیا رغاونی اصلی او لومړنې شرط اعلانوی او وایی یو اسلامی حکومت له اسلامی انقلاب پرته له مینځه ځی .
«««««««««««««««««««««
مودودی د قران په اساس د اسلامی حکومت د واقعی شکل په اړه وایی ، حاکم باید د خدای او د هه د پیغمبر د قانون لپاره ځانګړې امتیاز په رسمیت وپیژنی او دحقیقی حاکم تر ارادې لاندې خلافت ومنی . په عین حال کی د مودودی په خلافت تیوری کی دغه خلافت دځانګړو کسانو او د ځانګړی کورنۍ او پرګنې سره تعلق نلری بلکې د مسلمانانو په اجتماع پوری اړه لری او ایمان لرونکی کسان په خلافت کی مساوی ونډه لری او د دینی حکومت درستې چارې هم د ایماندارو تر مینځ د مشورت په اساس اجرا کیږی .
«««««««««««««««««
د اسیا په لویدیځ او افریقا په شمال کی د خلافت پالنې هرې دوې ډلې د ابن تیمیه له سلفی خلافت پالنې اغیزمنې دی ، که څه هم په دو مختلفو وختونو کی یې بڼه غوره کړی ده . په عین حال کی که څه هم وهابی سلفی او اخوان المسلمین سلفی مکتبونو په اسلامی نړۍ کې د خلافت د اصل او بیا رغاونې په ضرورت کی یو شانته نظر لری ، خو په رودو کی سره اختلاف لری . په عین حال کی د دغو سلفی مکتبونو له دننه ډیرې افراطی ډلې راوتلی دی چی جهاد ته یې ګروهنه پیدا کړی ده او د سلفی جهادی او سلفی تکفیری په چوکاټ کی رامینځته شوی دی . په حقیقت کی ویلی شو چی د هر مکتب افراطی ډلې له ایډیالوجیکی پلوه ډیر ګډ ټکی لری او دغو افراطی ډلو نن سبا په عربی نړۍ کی له بدلونونو وروسته د مینځ پلوه ډلو په نسبت زیاته وده کړی ده .
««««««««««««««««««««««
په داسې اخیستون سره د اسیا د لویدیځ د خلافت پالنې د لیدتوګی ګډ او جلا کونکی ټکی په دو برخو مصری اخوانی اوسعودی وهابی ویشلط او جاجولې شو . وهابیت د شیخ عبدالوهاب په وسیله په حجاز یا اوسنی عربستان کی بنسټ کیښودل شو . هغه چی د ابن تیمیه د سلفیت افراطی لیدتوګی تر سخت اغیز لاندې وو ، د اسلامی قدرت د بیارغاونې یوازنۍ لاره د اسلام د سرکیښنیو وختونو د بیلګې په مطابق د خلافت په چوکاټ کی بلله . هغه په دې باور وو چی مسلمانانو په دې دلیل قدرت له لاسه ورکړی دی چی او هغه یې لویدیځ او اروپا ته تسلیم کړی دی چی اسلام دننه خرافاتو نفوذ کړی دی او د اسلام اصل ته بی پامه شوی دی . دا هماغه اخیستون وو چی د اسلامی نړۍ په بلې برخې یعنی هندوستان کی بڼه غوره کړی او د شاه ولی ا... دهلوی د خلافت پالنې د غورځنګ د ظهور سبب شوی وو .
««««««««««««««««««««««
د عبدالوهاب او شاه ولی ا... دهلوی په یو وخت وده او دا چی دواړه په مدینه کی په یوه دینی مدرسه او احتمالا یوشانته استادانو زده کړی کړی وې ، ښی چی اسلامی نړۍ په هغه وخت کی د اسیا په لویدیځ او هند براعظمګی کی ورته کړکیچ سره مخامخ وه او اسلامی مفکران د بهرنیو له سلطې د وتلو لپاره خلاصیدو د لارې په لټون کی وو . په همدې دلیل ده چی هندی خلافت پالنې او وهابیت دواړو د مسلمانانو د چارو د اصلاح او اسلامی قدرت احیا ادعا درلودلی ده . دا په داسې حال کی دی چی وهابیت په عمل کی له اسلامه انحراف ښی او په نورو سلفی ډلو هم اغیز شیندی .
په قم کی د اسلامی مسلو کارپیژاندی عباس جعفری باوری دی وهابیت نن د عربستان له تیلو سره غوټه خوړلی ده او د دا فرقه د سعودی چارواکو په مالی ملاتړ سره داسې جنایتونه کوی چی د امریکا او انګلستان د ګټو په لړ کی د نړۍ په عمومی افکارو کی د اسلام څیره ځیږه وښی .
««««««««««««««««««««««««
په حقیقت کی د عثمانی خلافت د ویشلو او نسکوریدا یوه نتیجه په عربستان کی د ال سعودو د باچاهی رژیم بڼه غوره کیدا وه چی وهابی شیخان او ملک عبدالعزیز کورنۍ یئ سټراتیجیک متحدان کړل چی تر ننه پاتی دی . د وهابیت ایډیالوجی او باچاهت جوړښت په داسی شرایطو کی ترسره شو چی د داسې ادعا لپاره سیمه ایز او نړیوال شرایط برابر وو او برلاسه لودیځو قدرتونو په تیره بیا انګلستان هغه د خپلو سټراټیجیکو ګټو په لړ کی جاجوه . په دې ډول د سعودی وهابیت اړخ نیونه له هماغه لومړیو د فرقه پالنې په لور ګروهنه پیدا کړه او د عربستان د تیلو پیسې د وهابیت د پراختیا لپاره نه یوازې په عربستان بلکی په نورو اسلامی هیوادونو حتی اروپا ، امریکا ، اسټرالیا او د اسیا په ختیځو هیوادونو کی لګول کیږی .
«««««««««««««««««««««««
له نورو ډولونو سره دوهابیت د مکفرد سلفی پالنې اساسی توپیر د کفر او جهاد له مفهومه په متفاوت اخیستون کی دی . د وهابیت په لیدتوګه کی کفر پراخه معنا لری او هر مسلمان په اسانۍ سره د کفار په لیکه کی راولی او د هغو ځان او مال حلال بولی . د عبدالوهاب د نظر په اساس وهابیانو په خپلو رسالو کی باوری دی چی وګړې یوازې په ژبه د شهادتین په ویلو سره نه مسلمان کیږی او ځان او مال یې محترم ندی ځکه چی قول دعمل له اثبات پرته اعتبار نلری او هغه کسان چی په اسلامی عبادتونو او ادابو هماغه ډول چی عبدالوهاب یې معرفی کوی ، عمل ونکړی کافر او مشرک دی او د هغو مال او وینه حلاله ده ، که څه هم په خله یې شهادتین ویلی وی .
«««««««««««««««««««««««
د کفرله دغه مفهومه دغه اخیستون د وخت په تیریدا سره د جهاد مفهوم هم تر اغیز لاندې راوستې دې او هغه یې له خپل سم شکل ویستلې دی . په افغانستان ، عراق او سوریه کی د داعش په شان ډلې چی له وهابی تفکره راوتلی دی او د اسلامی خلافت د احیا مدعی شوی او ځان تش په نامه جهادی بولی ، له کفر او جهادی یې بدعت اوخاص پروګرام جوړ کړی چی نتیجه یې ترهه ګری ، تاوتریخوالی پالنه او د لودیځ له اسلامه ویرونې کړچار خدمت دی .
پای