د ملګرو ملتو سرمنشي د افغانستان د حالاتو له خرابیدو اندیښنه وښودله
Sep 08, 2019 07:43 Asia/Kabul
د ملګرو ملتو سرمنشي په افغانستان کښې د بدو انساني او امنیتي حالاتو په هکله خپله اندیښنه څرګنده کړه.
د ایرنا د خبر له مخې، انټونیو ګوتریش د امنیت شورا په غونډه کښې په یو رپورټ کښې وویل چې د ملکي وګړو د وژلې زیاتیدو، اقتصادي ستونزو او د بې وزلۍ او بیکارۍ ډیریدو افغانستان له ډیرې بدې وضعې سره مخ کړی دی.
په دغه رپورټ کښې هم داشان د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته اشاره شوې او په کښې احتمالي ناامنۍ او فساد د سترو چیلنجونو په توګه یاد شوې دي.
د ملګرو ملتو عمومي منشي په خپل رپورټ کښې په افغانستان کښې د امریکې اتلس کلن پوځي شتون ته چې په دغه هیواد کښې د ملکي وکړو د وژلې، فساد او د ترهګرۍ او ناامنیو د پراختیا اصلي لامل دی، هیڅ اشاره نه ده کړې.
ټیګونه