د افغانستان ولسی جرګه له طالبانوسره اووربند دسولې دخبرواتروبیرته پیلول غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84693-د_افغانستان_ولسی_جرګه_له_طالبانوسره_اووربند_دسولې_دخبرواتروبیرته_پیلول_غواړی
په وروستیو اونیو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ترهه ګرې حملې اوبمی چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې شوی دی چې دغه زیاتره چاودنو پړه هم طالبانو ډله په غاړه اخلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 18, 2019 02:17 Asia/Kabul
  •   د افغانستان ولسی جرګه له طالبانوسره اووربند دسولې دخبرواتروبیرته پیلول غواړی

په وروستیو اونیو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې ترهه ګرې حملې اوبمی چاودنې په اوڅاره توګه زیاتې شوی دی چې دغه زیاتره چاودنو پړه هم طالبانو ډله په غاړه اخلی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړی د افغانستان د ولسی جرګې مشر  میر رحمان رحمانی پرون  په یولړڅرګندونو کې   په درست افغانستان کې  د شخړو اوجګړو  زیاتیدا ته په اشارې سره   پر کابل حکومت  او طالبانو ډلې غږ کړی ،څو  د عامو خلکو د  مرګ ژوبلو د مخینوی په  خاطر دې ،  د اوور بند په اعلانولو سره ،  دسولې نیغ په نیغه خبرې اترې پیل کړی .

 د افغانستان د ولسی جرګې  مشر  سوله و د افغانستان د ولس یو اساسی غوښتنه  وبلله او زیاته ئې  کړې ده ،  دغې موخې ته درسیدو لپاره  باید سملاسی  اوور بند  اعلان شی .

 د افغانستان د ولسی جرګې یوه استازی  منورشاه بهادری هم  له طالبانو ډلې غوښتی دی ، له کابل حکومت سره دې د  نیغ د  نیغ په نیغه خبرواترو له پیلولو او  اووربند ټینګیدا سره موافقه وکړی .

په وروستیو اونیو کې  د افغانستان  په بیلابیلو سیمو کې  ترهه ګرې حملې  اوبمی چاودنې  په اوڅاره توګه زیاتې شوی دی  چې دغه زیاتره  چاودنو پړه هم طالبانو ډله په غاړه اخلی .