دافغانستان دطالبانو پلاوی چین ته رسیدلی دی
-
د طالبانو په اعلامیه کې همدا راز ادعا شوې ده چې له امریکایانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د چین حکومت د طالبانو د دریځ ملاتړ کړی دی.
زمونږخبریال وایی د افغانستان دطالبانو ویاند ذبیح مجاهد ویلی، ددغه ډلې یوه (۱) پلاوی پرون د ملابر برادر په مشرۍ د چین له چارواکو سره وکتل او له امریکا سره د خپلو مذاکراتو په اړه یې وضاحت ورکړ.
وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ناڅاپی توګه له طالبانو سره په دوحه کې د سولې خبرې ودرولې، دا دریم(3) ځل دی چې د طالبانو پلاوی بهرنی سفرونه کوی.
له دې وړاندې د طالب مرکچی شېر محمد عباس ستانکزی په مشرۍ د طالبانو یو څلور کسیز پلاوی روسیې ته تللې و.
له هغه وروسته د طالبانو یو پلاوی په تهران کې هم له ایرانی چارواکو سره وکتل.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلی، دې ډلې پرون په بیجنګ کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړی استازی ډین شیجون سره وکتل او پر دوه اړخیز سیاسی او اقتصادی اړیکو یې خبرې وکړې.
د طالبانو په اعلامیه کې همدا راز ادعا شوې ده چې له امریکایانو سره د سولې د خبرو په برخه کې د چین حکومت د طالبانو د دریځ ملاتړ کړی دی.
د قطر په دفتر کې د طالبانو مشر مرکچی شېر محمد عباس ستانکزی دوه(2) اوونۍ وړاندې د روسیې له (ار ټی) ټیلی ویژن سره په مرکه کې ویلی وو، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته لېواله دی، خو که امریکا جنګ ته دوام ورکول غواړی نو طالبان سل(100) کاله نور هم جګړه کولی شی.
روسیې ته د طالبانو د سفر په غبرګون کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ویاند صدیق صدیقی کابل کې یوې خبری غونډې ته ویلی وو، طالبانو د سولې پته ورکه کړې او اوس کله روسیې او کله چین ته مراجعه کوی:
هغه وویل روسیې او چین ته د طالبانو د ځینو استازو ورتګ د هغوی قطعی ناکامی ده، طالبانو د سولې اصلی ادرس ورک کړی دی. د طالبانو د ځینو مشرانو دا ډول هڅې پایله نه لری.
صدیق صدیقِ وویل له بده مرغه د قطر دفتر کې د طالبانو موجودیت د سولې بهیر کې هېڅ ګټه ونه کړه، طالبانو هڅه وکړه ددې دفتر له لارې له سولې پرته خپلو نورو هدفونو ته ورسېږی."